ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د څلورو نابینا غړو لرونکې یوه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي

دایکنډي کې د څلورو نابینا غړو لرونکې یوه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي

author avatar
11 Sep 2022 - 17:43
دایکنډي کې د څلورو نابینا غړو لرونکې یوه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي
author avatar
11 Sep 2022 - 17:43

نیلي (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): عزیزالله له دوو خوېندو او یوه ورور سره یې چې ټول لویان دي، له نابینايۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي. دغه څلور کسان د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د «نالج برګر» کلي اوسېدونکي دي.

۲۷ کلن عزیزالله او دوې خوېندې یې چې درې واړه نابینا دي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ شول چې د میرامور ولسوالۍ له «نالج برګر» کلي څخه په موټر کې شپږ ساعته لار ووهي، څو د دایکنډي مرکز نیلي ښار ته ورسېږي.

د عزیزالله په وینا، دوی د یوې کورنۍ څلور نابینا غړي دي چې له اقتصادي ستونزو او په کور کې د سرپرست له نشتوالي ځورېږي. هغه وویل: «خپله ۲۷ کلن یم، کوچنی ورور می ۲۴ کلن او یوه خور مې ۳۵ او بله ۱۸ کلنه ده چې څلور واړه نابینا یو او په موږ کې یوازې ورور مې یوڅه د سترګو لید لري.»

هغه زیاته کړه، دوی له موره نابینا نه دي زېږدلي او له ماشومتوبه یې د سترګو د لید ستونزه  ورو ورو ډېرېده او اوس په بشپړه توګه نابینایان دي.

عزیزالله څرګنده کړه: «مور مې دوه کاله مخکې مړه شوه او یوازې پلار مې چې ۷۰ کاله عمر لري او د زړښت او کمزورتیا له امله کار نه شي کولای، زموږ سرپرستي کوي چې له همدې امله، ځینې ورځې ان د خوړو لپاره هيڅ ډوډۍ نه لرو.»

د هغه په وینا، دوی د پيسو نه لرلو له امله حتا د خپلو سترګو د درملنې لپاره ډاکټر ته نه دي ورغلي او تر اوسه یې نورو خپلوانو هم ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه زیاتوي، دوی په «نالج برګر» کلي کې یوازې یو کوچنی کور لري او د نورو په څېر کرنیزې ځمکې نه لري، نو له همدې امله اړ شول چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دایکنډي مرکز ته ولاړ شي څو هلته ښايي حکومتی مسوولین پاملرنه ورته وکړي.

عزیزالله وویل، نن سهار له دوو خوېندو سره د دایکنډي ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست ته تللی و او هلته یې ځانونه د معلولو کسانو په توګه ثبت کړل.

له بلې خوا، د عزیزالله ۳۵ کلنه خور ګل افروز چې هغه هم نابینا ده، وايي: «موږ په کور کې هيڅ خوراکي توکي نه لرو، نور خلک له موږ سره مرسته نه کوي او له دې امله سخت اندېښمن یو.»

اوس دغه کورنۍ له حکومتي مسوولینو غواړي چې مرسته ورسره وکړي، څو وکولای شي ډاکټر ته ولاړ شي او خپله درملنه وکړي.

په ورته وخت کې د دایکنډي حکومتي مسوولین وايي، تر خپلې وسې به له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي.

د دایکنډي د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي محمداصف فاتح وویل، دغه کورنۍ یې په رسمي توګه د معلولینو په توګه ثبت او راجستر کړه او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې معاش ورته وټاکل شي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه په دغه اداره کې ۲۴۱۱ معلولین او ۴۶۵ د شهیدانو وارثین ثبت او راجستر شوي او میاشتنی معاش ورته ځانګړی شوی دی.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.