ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د «ارسو» مؤسسې له خوا د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو ۳۵۵ ټولګي فعال شول

دایکنډي کې د «ارسو» مؤسسې له خوا د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو ۳۵۵ ټولګي فعال شول

author avatar
3 Oct 2022 - 15:46
دایکنډي کې د «ارسو» مؤسسې له خوا د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو ۳۵۵ ټولګي فعال شول
author avatar
3 Oct 2022 - 15:46

نیلي (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسې (RSO) ولایتي مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق  (UNICEF)په مالي مرسته، په دایکنډي ولایت کې د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو د ۳۵۵ ټولګیو د فعالېدو خبر ورکړ.

په دایکنډي کې د ارسو مؤسسې د تعلیماتو امر عزیز مهدوي وویل: «د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو دغه ۳۵۵ ټولګي د دایکنډي په لسو ولسوالیو کې د هغو ۱۰زره زده‌کوونکو لپاره جوړ شوي چې له ښوونځیو پاتې وو او یا مخکې پاملرنه نه وه ورته شوې.»

هغه زیاته کړه، د دغو ټولګیو بودجه د «یونیسف» له لوري ورکول کېږي او د دایکنډي د پوهنې ریاست تر څارنې لاندې به د ارسو مؤسسې د مسوولینو له خوا جوړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.