ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي  

دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي  

author avatar
29 Nov 2022 - 18:17
دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي  
author avatar
29 Nov 2022 - 18:17

نیلي (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زده‌کړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.

کله چې محبوبې ناياب په لومړي ځل نجونو ته د زده‌کړو برخه کې خپل مټې بډ وهلې، لږې ښځې پیدا کېدې چې دغه کار پر مخ یوسي. هغې پژواک ته وويل، ډېره لېوالتيا یې درلوده چې زده‌کوونکې یې د دې په کچه زده‌کړې وکړي او نورو نجونو ته درس ورکړي.

هغه زياتوي، هر سهار به په پوره لېوالتيا او چمتووالي سره ښوونځي ته تله، هلته به ګڼې نجونې ورته په تمه وې چې نوموړې ته یې مثبته انګېزه ورکوله.

هغې زیاته کړه، د کال په اوږدو کې يې د نجونو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او زیات شمېر نجونې یې روزلې دي.

نوموړې د هغه وخت یادونه وکړه چې ان په غیر رسمي وخت کې یې هم نجونو ته تدریس کاوه.

هغې وويل: «کله چې  ښوونکې وم، له رسمياتو وروسته او د جمعې په ورځ به مې لېوالو زده‌کوونکو ته وړيا درس ورکاوه څو زده‌کوونکې ښه وده کړي.»

هغه چې له لسو کلونو راهيسې په دایکنډي کې د «د نجونو د چهاردار لېسې» امره ده وايي، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، خو خوښه ده چې خپلې موخې ته رسېدلې ده.

ناياب وويل چې زده‌کوونکي يې په پوره لېوالتيا سره درس وايي او ټولې ستونزې یې شاته پرېيښې دي.

نوموړې زياته کړه: «زموږ زده‌کوونکو ډېره وده کړې، ډاکترانې دي، انجنيرانې دي او اوس په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په لوړه کچه کار کوي او د کانکور په ازموينه کې يې لوړې نمرې ترلاسه کړې دي.»

د هغې په ​​وينا، لا هم د نجونو د ودې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او پلان لري چې ښوونکې یې لا زيات وروزل شي.

هغه زياتوي، د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې يې خپل پلانونه د پوهنې له رياست سره شريک کړي، څو د ورکشاپونو، کورسونو او د ظرفيت لوړونې نورو پروګرامونو زمینه ورته برابره شي.

هغې وویل چې د زده‌کړې او تدريس لپاره يې ډېرې سختۍ ګاللې دي او زیاته یې کړه، له نجونو غواړي چې هېڅکله ناهېلي نه شي او تل دې زده‌کړه وکړي؛ ځکه د هغې په خبره، یوه ټولنه هغه وخت وده کوي چې خلک یې لوستي وي.

خو نوموړی خپل هدف یوازې نجونو ته خدمت کول بولي او ټینګار کوي چې وضعیت باید په خپله ګټه بدل شي.

خو هغه د ده تر ادراې لاندې د ښوونځي جدي ستونزه د ښوونکو کمښت بولي او وايي، دا مهال د ۵۵۰ زده‌کوونکو لپاره یوازې ۸ ښوونکې لري.

په ورته مهال، هغه نجونې چې له هغې یې زده‌کړې کړې، خپل بریالیتوبونه د یادې استادې برکت بولي چې د دوی په وینا، په دوامداره توګه په سختو شرایطو کې د دوی لاسنیوی کړی دی.

د محبوبې ‌ناياب مخکنۍ زده‌کوونکې صغرا احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو کاله یې له هغې څخه ساینسي مضامین لوستي او زياته يې کړه، استاده يې د زده‌کوونکو د ودې لپاره ډېره هڅه کوله.

دغه‌راز احمدي وويل: «زموږ لپاره یې ډېر زیار ایست، له همدې امله مې د کانکور په ازموينه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې او ډاکتره شوم او اوس زه کولاى شم چې خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.