د سرپل ولایت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سیاحت ډېره وده کړې ده.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن په مزارشریف کې د یوناما دفتر د سیاسي برخې له مسوولې مېرمن سوکي سره په یوه ګډه ناسته کې، د کار موندنې برخه کې د حکومت د پراخو پروګرامونو خبر ورکړ.
د سرپل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د اوسېدونکو د نه پاملرنې له امله د سرپل سیند اوبه ککړې شوې دي.
د سرپل د مخابراتو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت ۶۰ سلنه وګړي له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
د سرپل د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله، «اتیا سلنه» څاروي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د سرپل د پوهنې رییس نن د دغه ولایت د زدهکوونکو د کورنیو له مشرانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې یې د ښوونځیو د کیفیت او کمیت لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.
د سرپل د کرنې ریاست د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملخانو له منځه وړلو د کمپاین پيلېدو خبر ورکوي.
د سرپل د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۹۷ سلنه زده کوونکی د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست دغې ادارې سره، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له خوا د نهو میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړی.
د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د بېوخته ورښتونو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۶۰ سلنه للمي او ۱۵ سلنه د اوبو کښتونه له منخه تللي دي.
د سرپل د مرکز ځيني اوسېدونکي وایي، ۱۲ کاله مخکې یې له حکومته ځمکه اخیستې خو تر اوسه يې لا ورسپارلې نه ده.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست وایي، په یوه اوونۍ کې پر اسهال او تنفسي ناروغیو اخته ۸۰۰ ناروغان په دغه ولایت کې ثبت شوي دي.