د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، نن په دغه ولايت کې شرکتونو او صنعتګرو ته د جوازونو د ورکړې لړۍ پيل شوه.
د سرپل د پوهنې رییس وایي، په دغه ولایت کې د ۴۰۹ ښوونځيو له ډلې ۲۸۶ یې ترمیم ته اړتیا لري.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د مثبت بدلون په نوم یوه خصوصي شرکت، د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د کرنې او مالدارۍ پروګرام (USAID) په مالي همکارۍ په سرپل ولایت کې د قرهقل پسونو د شمېرني سروې ترسره کړې ده.
د سرپل په مرکز او صیاد ولسوالۍ کې د ایچ ایچ ار ډي موسسې له خوا سلګونه کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د سرپل اوسېدونکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نمایندهګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي او خلک له دې امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د سرپل ګلیم اوبدونکي په دغه ولایت کې د ګلیمونو د بازار پیکه کېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، د دغه صنعت په له منځه تلو سره به هغه مېرمنې بېکاره شي چې د ګلیم اوبدلو په برخه کې پر کار بوختې دي.
په سرپل کې مالداران ادعا لري چې په دغه ولایت کې د وښو بیه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
په سرپل ولایت کې د انګورو بڼوال وایي، سږ کال یې د باغونو د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو د پلور لپاره یې مناسب مارکېټ نشته.
د سرپل د کرنې ریاست وایي، د خټکیو مچ د له منځه وړو په برخه کې د کرنې وزارت د تېرو اوو کلونو هڅو نتیجه ورکړې او اوس دغه افت د خټکیو په کښت کې له منځه تللی دی.
د سرپل ولايت يو ځوان هذالدین چې څلور کاله مخکې يې کوژده کړې، وايي چې خسر يې پسه او اختری ترې غواړي؛ په داسې حال کې چې دی د خپل لګښت پوره کولو وسه نه لري، څه وار د دې شو چې خپلې کوژدنې ته عیدي وروړي.