Language

د مثبت بدلون شرکت موندنې: سرپل ولایت کې ۳۷۵۰۰ د قره‌قل پسونه موجود دي

سرپل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د مثبت بدلون په نوم یوه خصوصي شرکت، د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د کرنې او مالدارۍ پروګرام (USAID) په مالي همکارۍ په سرپل ولایت کې د قره‌قل پسونو د شمېرني سروې ترسره کړې ده.

دغه شرکت ویلي چې په سرپل ولایت کې د قره‌قل پسونو شمېر ۳۷۵۰۰  ته رسېږي.

د مثبت بدلون شرکت د قره‌قل پسونو د شمېرنې مسوول سورګل حسني نن (د زمري ۲۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه لس ورځنۍ سروې چې د مثبت بدلون شرکت په انتخاب د سرپل په مرکز صیاد، سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو کې ترسره شوه، ۳۷۵۰۰ قره‌قل پسونه مو مشخص کړل.»

هغه زیاته کړه، دغه سروې په هغو ځایونو کې ترسره شوه چې د سرپل د کرنې ریاست د حیوانې روغتیا امریت د معلوماتو له مخې په هغو ځایونو کې قره‌قل پسونه ډېر وو.

هغه زیاته کړه چې د قره‌قل پسونو دغه شمېرنه د نړۍیوال سرټیفکیټ لاسته راوړلو په موخه، د مثبت بدلون شرکت له خوا د هېواد په ۷ ولایتونو کې ترسره کېږي.