ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې یو ځوان چې څلور کاله مخکې یې کوژده کړې، خو د «عیدي» برابرولو توان نه لري

سرپل کې یو ځوان چې څلور کاله مخکې یې کوژده کړې، خو د «عیدي» برابرولو توان نه لري

author avatar
8 Jul 2022 - 09:32
سرپل کې یو ځوان چې څلور کاله مخکې یې کوژده کړې، خو د «عیدي» برابرولو توان نه لري
author avatar
8 Jul 2022 - 09:32

سرپل (پژواک ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د سرپل ولايت يو ځوان هذالدین چې څلور کاله مخکې يې کوژده کړې، وايي چې خسر يې پسه او اختری ترې غواړي؛ په داسې حال کې چې دی د خپل لګښت پوره کولو وسه نه لري، څه وار د دې شو چې خپلې کوژدنې ته عیدي وروړي.‎

هغه – چې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ د «پسته مزار» کلي اوسېدونکى دى او دا مهال د سرپل ښار په «نوروز تپه» کلي کې ژوند کوي – پژواک سره خبرو کې وويل، پلار يې مړ دی او خپله د ورځې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ عاید لري، هغه هم که کار ورته پیدا شي.

دغه ٢٢ کلن ځوان زياته کړه: «څلور کاله مخکې پلار مې کوژده راته وکړه، زموږ طویانه (مهر) ٣٥٠زره افغانۍ وټاکل شو او زما خسر ته یې یوزاې ٢٠زره افغانۍ ورکړې او پلار مې يو کال وروسته وفات شو.»

هغه وويل، هره ورځ د کار لپاره د سرپل ښار يوې څلور لارې ته ځي، خو ډېرى مهال کار نه ورته پيدا کېږي او تش لاس کور ته راستنېږي.

د هغه په ​​وينا، که کار پيدا شي، نو د اته ساعته کار په بدل کې ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې دا اندازه ډېره کمه ده او نه شي کولاى چې د خپلې کوژدنې د واده لګښتونه پرې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: «خسر مې رانه د اختر عیدي او پسه غواړي؛ خو زه په سختۍ سره کولای شم یوازې د خپلو خوړو لګښتونه پوره کړم، څه وار د دې شو چې د خسر کورنۍ ته مې عیدي یوسم.»

نوموړي څرګنده کړه چې نور څوک هم نه لري څو مرسته ورسره وکړي؛ بېکاري او بېوزلي ده او د ځان او کوژدنې د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

بلخوا، د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي فخرالدين عمير سرپلي وويل: «د اسلام دين په کم او ارزانه لګښت د نکاح پلوي دی؛ زیات لګښتونه کول او عیدي وړل، هم د نجلۍ او هم د هلک کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.»

هغه له کورنيو وغوښتل چې ناوړه دودونه پرېږدي او د علماوو له لارښوونو سره سم د کوژدې او واده مراسم تر سره کړي.

د يادونې ده، د افغانستان په ډېری سيمو کې خلک په ځانګړې توګه ځوانان له زیاتو او ملا ماتوونکو دودونو شکايت کوي او له حکومته غواړي چې د دغه کار مخنیوی وکړي.

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.