ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل د کرنې ریاست: د خټکیو مچ ۹۰ سلنه له منځه وړل شوی

د سرپل د کرنې ریاست: د خټکیو مچ ۹۰ سلنه له منځه وړل شوی

author avatar
9 Jul 2022 - 09:13
د سرپل د کرنې ریاست: د خټکیو مچ ۹۰ سلنه له منځه وړل شوی
author avatar
9 Jul 2022 - 09:13

سرپل (پژواک، ۱۸  چنګاښ ۱۴۰۱): د سرپل د کرنې ریاست وایي، د خټکیو مچ د له منځه وړو په برخه کې د کرنې وزارت د تېرو اوو کلونو هڅو نتیجه ورکړې او اوس دغه افت د خټکیو په کښت کې له منځه تللی دی.

کروندګر هم وایي، سږ کال یې په پالېزونو کې ډېر لږ مچ‌خوړلي خټکي لیدل کېږي.

د سرپل د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې مدیر محمدحلیم نوري پژواک ته وویل، اوس ۹۰ سلنه پالېزونه د خټکیو مچ له وجوده پاک شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کرنې وزارت په تېرو اوو کلونو کې د خټکیو له مچ سره له بېلابېلو لارو مبارزه پیل کړې وه، لکه خټکيو ته پلاستیکي خلتې ور اغوستل، له درملو استفاده او د مچ‌خوړلو خټکيو پېرل د یادې مبارزې له مثبتو کارونو وو.

هغه زیاته کړه، اوس د سرپل په پالېزونو کې د خټکیو مچان ډېر کم لیدل کېږي او کروندګر هم خوښ دي چې زیار یې بېځایه نه و.

د سرپل مرکز اړوند د سیداباد کلي یوه بزګر عبدالحي پژواک ته وویل، پر خپله درې جریبه ځمکه یې خټکي کرلي او تر اوسه یې په پالېزونو کې مچان نه دي لیدلي.

د یادونې ده، په تېرو کلونو کې کرونګرو هم  په خټکیو د مچانو له ډېروالي شکایت درلود.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.