ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل اوسېدونکي: د عزیزي بانک نماینده‌ګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي

د سرپل اوسېدونکي: د عزیزي بانک نماینده‌ګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي

author avatar
9 Aug 2022 - 18:51
د سرپل اوسېدونکي: د عزیزي بانک نماینده‌ګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي
author avatar
9 Aug 2022 - 18:51

سرپل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د سرپل اوسېدونکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نماینده‌ګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي او خلک له دې امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

خو د عزیزي بانک مسوولین دغه ادعاوې ردوي او وایي چې ټولو مشتریانو ته یې پیسې ورکول کېږي.

د سرپل ښار یوه اوسېدونکي اسد‌الله وویل: «څو ورځې کيږي چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نماینده‌ګۍ ته د پیسو اخیستو لپاره راځم، خو د بانک ګارډان راته وایي چې د شخصي حسابونو پیسې نه اجرا کېږي.»

هغه زیاته کړه، ده او نورو خلکو کومې پیسې چې په بانک کې د امانت په ډول ایښې دي، حق لري چې له خپلو پیسو د خپلو کورنیو د لګښتونو او نورو اړتیاوو لپاره استفاده وکړي.

د سرپل ښار یو بل اوسېدونکی غلام‌نبي هم وایي، هر ځل یې چې په دغه ولایت کې عزیزي بانک ته د پیسو اخیستو لپاره مراجعه کړې، د بانک ساتونکو د یاد بانک له دروازې ځواب کړی او ویلي یې دي چې د شخصي حسابونو پیسې نه اجرا کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې خپلې پیسې یې د بدې ورځې او تنګ‌لاسۍ په خاطر په بانک کې ایښې دي، خو اوس چې پیسو ته اړتیا لري، بانک یې شخصي پیسې نه ورکوي او دغه کار د بانکونو اعتبار ته صدمه رسوي.

په دغه حال کې، په یاد ولایت کې د عزیزي بانک د نماینده‌ګۍ مدیر محمد پرویز ځاځی د اوسېدونکو دغه ادعاوې ردوي او وایي: «د مشتریانو د شخصي حسابونو پیسې اجرا کېږي او په دې اړه کومه ستونزه نشته.»

هغه زیاته کړه چې د شخصي حسابونو لپاره، په اوونۍ کې ۱۰زره افغانۍ ورکول کېږي او د ده په خبره، یوازې هغو مشتریانو ته نه ورکول چې د اوونۍ له پوره کېدو مخکې بانک ته مراجعه کوي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.