ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل ته د سیاحت لپاره د خلکو ورتګ ډېر شوی

سرپل ته د سیاحت لپاره د خلکو ورتګ ډېر شوی

author avatar
19 Jun 2022 - 16:41
سرپل ته د سیاحت لپاره د خلکو ورتګ ډېر شوی
author avatar
19 Jun 2022 - 16:41

سرپل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل ولایت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سیاحت ډېره وده کړې ده.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي عمیر سرپلي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال له شمالي ولایتونو دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په ډاډ سره د سرپل ولایت له ښکلو طبیعي منظرو لیدنه وکړي.»

هغه زياته کړه، سیاحت به د دې لامل شي څو د سرپل خلک په مستقيم او غيرمستقيم ډول عاید ولري.

سيلانيان هم په دغه ولايت کې د ګرځندوی لپاره له مناسب چاپېرياله خوښي څرګندوي.

د بلخ یوه اوسېدونکي سید یوسف چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ «انگشت شاه» درې ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل: «خوشحاله یو چې زموږ په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او کولای شو د هېواد هرې برخې ته سفر وکړو.»

صادق د سرپل ښار اوسېدونکی چې له خپلې کورنۍ سره د سانچارک ولسوالۍ انګشت شاه درې ته راغلی، وایي، له څو کلونو راهیسې د جګړو له امله دغې درې ته نه و راغلی؛ اوس چې امنیت ټینګ شوی له خپلې کورنۍ سره یو ځای راغلی څو سیل او تفریح وکړي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.