Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا او دوه نور د ۱۲۵ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، دې ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف او سوځولې دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۲۸ ګرامه هیروئین او څه باندې درې زړه قرصه «ذیکب» او «کا» ټابلیټونه ترلاسه شوي چې په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود او چورې ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال ویلي چې اسلامي امارت په یوه کال کې د تېرو شلو کلونو په پرتله له نشهیي توکو سره ډېره مبارزه کړې ده.
سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې یې د نشهيي توکو یوه زېرمه سوځولې او له هغې سره په تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
دایکنډي او بغلان کې امنیتي مسوولین وايي چې دغو ولایتونو کې د نشهیي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن