د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښځه د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوې ده.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ښځې جسد موندل شوی او یوه بله ښځه بيا د خپل خاوند له لوري په کور کې په ډزو وژل شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې یې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور نیولې ده.
د بغلان حکومتي سرچینې وایي، په مرکز پلخمري کې يوه ښځه د خپل لېوره له خوا په ډزو وژل شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې درې ښځې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوبې کړې وې چې يوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نورې ژغورل شوې دي.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
شبرغان (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): ۴۰ کلنه زهره چې د بیک ګنډلو له لارې د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره نفقه برابروي، د جګړې له