ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې بیک ګنډونکې ښځه: کاشکې سوله راشي چې په ارامه فضا کې لا ښه کار وکړم

جوزجان کې بیک ګنډونکې ښځه: کاشکې سوله راشي چې په ارامه فضا کې لا ښه کار وکړم

author avatar
7 Jun 2021 - 10:01
جوزجان کې بیک ګنډونکې ښځه: کاشکې سوله راشي چې په ارامه فضا کې لا ښه کار وکړم
author avatar
7 Jun 2021 - 10:01

شبرغان (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): ۴۰ کلنه زهره چې د بیک ګنډلو له لارې د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره نفقه برابروي، د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې سوله وکړي، څو دوی وکولای شي په سوله ییزه فضا کې په ارامۍ کار وکړي.

زهره د شبرغان ښار اوسېدونکې او له دوو کلونو راهیسې پر بیک ګنډلو بوخته ده. نوموړې وايي چې تر څلورم ټولګي یې زده کړې کړې خو د جګړې او ناامنۍ له امله د زده کړو له دوام محرومه شوې؛ ځکه هغه مهال ایران ته ولاړل او هلته یې ونه شو کولای زده کړو ته دوام ورکړي.

د دې مېرمنې چې په هېواد کې د جګړې او ناامنۍ له امله له زده کړو پاتې شوې، یوازېنۍ هیله سوله او ارامي ده، چې اولادونه یې زده کړو ته دوام ورکړي او روښانه راتلونکې ولري.

نوموړې چې درې لوڼې او څلور زامن لري پژواک ته وویل، خاوند یې په یوه سوداګریز سرای کې ساتونکی دی او میاشتنی ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري، چې دا یې د اته کسیزې کورنۍ لپاره بسنه نه کوي، خو د بیک ګنډلو له کار وروسته یې اقتصادي ستونزې کمې شوې دي.

زهره دوه کاله مخکې د اکټید دفتر د بیک ګنډلو پروګرام کې شامله شوه او له هغه وروسته یې په خپلواک ډول د بیک ګنډلو کار پیل کړ، اوس مهال هره ورځ څو بیکونه ګنډي.

هغه په داسې حال کې چې پر بیک ګنډولو بوخته وه وویل: “په یوه میاشت کې څلور سوه بیکونه ګنډم او له هر بیک څخه شاوخوا ۶۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوم، میاشتۍ عاید مې له ۲۰ تر ۳۰ زره افغانۍ کېږي.”

هغه زیاته کړه، د بیک خرڅولو له درېیو دوکانونو سره قراداد لرم.

هغه چې د کور په یوه خونه کې یې د خیاطۍ څو ماشینونه ایښي، شپږ ځوانو نجونو ته یې هم د بیک ګنډلو روزنه ورکړې ده.

زهره هیله لري چې د جوزجان لرو پرتو سیمو ته لاړه شي، هغو ښځو ته د بیک ګنډلو روزنه ورکړي چې د نوموړې په څېر د زده کړو له نعمته بې برخې دي، څو پر خپلو پښو ودرېږي او ارام ژوند ولري.

دغې ښځې په یو عالم هیله مندۍ وویل: “کاش هېواد کې مو جګړه ختمه شي، څو ټول د یو بل ترڅنګ په ارامۍ بې جنجاله ژوند وکړو، په رامۍ سره کار وکړو او دغه کوچنۍ دستګاه مې پر لویه بدله شي او ښه پانګواله شم.”

نوموړې جګړه د افغانستان د خلکو ټولو بدبختیو، د ځان او خاوند د بې سوادۍ عامل وباله او ویې ویل: “که جګړه نه وای لوړې زده کړې به مې کړې وای، له اوسني وضعیت به مې غوره کار او حالت درلود او ما کولای شوای ښه ژوند ولرم.”

یادې مېرمنې دې ته په اشاره چې د ښځو یوه اندېښنه دا ده چې په هېواد کې د سولې او ارامۍ له راتلو د ښځو لپاره د کار او تحصیل فرصت ضایع نه شي زیاته کړه: “له دولت او طالبانو زموږ یوه غوښتنه دا ده چې له سولې وروسته د ښځو په کار، زده کړو او تحصیل غرض نه ولري.”

زهرې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او دولت ترمنځ د سولې خبرو هڅو ته په اشاره وویل، کاش د جګړې دغه تیاره شپه سهار شي او د افغانستان ښځو او نارینه غږ ته چې له ۴۰ کلونو راهیسې د سولې تږي دي لبیک وویل شي.

هغې زیاته کړه: “کاش په هېواد کې د سولې لمر راپورته او د ټولو دردونو او غمونو ټغر ټول شي.”

هغې وویل، ټول عمر یې له درد او غمه اورېدلي، د جګړې پای لپاره هېڅکله هیله نه وه موجوده؛ خو اوس شکر باسي چې په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو او سولې راتلو ته فرصت برابر شوی او هیله منه ده چې حکومت او طالبان د یتیمو ماشومانو، بې پلاره ځوانانو، ګونډو، غم ځپلو میندو او پلرونو غږ واوري او جګړې او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

د زهرې خاوند سید قمر د خپلې مېرمنې کار ستایي او ویې ویل: “په زهره ویاړم، د کور کار تر څنګ بیکونه هم ګنډي، د زهرې له کار مخکې زموږ د کور اقتصادي وضعیت چندان ښه نه و؛ خو اوس په ښه وضعیت کې یو.”

سید قمر د کورنۍ اقتصاد ښه کولو په اړه له کوره بهر د ښځو کار اغېزناک بولي او له مذاکراتي پلاوي غواړي څو په هېواد کې د سولې له ټینګښت وروسته د ښځو د کار خنډ نه شي.

هغه زیاته کړه: “مخکې یوازې په دې فکر کې وم چې زما په پنځه زره افغانیو عاید به زما د اوو اولادونو برخلیک څرنګه کېږي؛ خو اوس چې مېرمنې مې دا کار پیل کړ، د تېر په پرتله د خپلو اولادونو راتلونکي ته ډېره هیله لرو؛ په دې شرط چې په هېواد کې سوله او ثبات راشي.”

د هغه په خبره، ټول اولادنونه یې ښوونځي ته ځي او هڅه کوي څو ښه راتلونکې ولري؛ خو که په هېواد کې سوله راشي، اولادونه به یې ښه راتلونکی ولري.

خو دا یوازې زهره نه ده چې له کار سره یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شوی او هیله لري چې هېواد کې د سولې په راتلو یې کار وده وکړي او خپلو اولادونو ته ښه ژوند جوړ کړي.

بله مېرمن زرمینه چې له نهه میاشتني کورسه فارغه ده، وویل: “خوښه یم چې کولای شم د ځان او نورو لپاره له تکي (ټوکر) او چرم څخه بیک وګنډم او له دې لارې پیسې ترلاسه کړم.”

نوموړې دا مهال پر خپل لاس د ګنډلو بیکونو پلورلو ترڅنګ په هغه پلورنځي کې چې خاوند یې په کې بیکونه پلوري، د بیکونو خام مواد له دوکاندارانو اخلي او د هغوی له فرمایش سره سم یې ګنډي او په بدل کې یې پیسې اخلي.

زرمینه چې سولې راتلو ته ډېره هیله لري، څو یې کار وده وکړي او د بیک کنډلو یوې لویې فابریکې په جوړولو سره هېواد ته له بهر د بیکونو واردولو مانع شي؛ خو په دې اړه اندېښمنه هم ده.

هغې د خپل ژوند په اړه وویل: “ډارېږم چې د سولې په راتلو سره طالبان بیا د ښځو د کار خنډ نه شي، زموږ غوښتنه دا ده چې د اسلامي شریعیت اصولو په پام کې نیولو سره، زما د کار مانع نه شي.”

دې مېرمنې وویل، په هېواد کې د جګړې او ناامنۍ له امله د هغې په ډول سلګونه کونډې ښځې شته، له کوره بیرون کار کولو سره حلالې پیسې ترلاسه کوي او خپلو اولادونو ته خواړه برابري.

نوموړې زیاته کړه: “که خدای مه کړه زما د کار خنډ شي، شپه او ورځ څرنګه تېره کړو.”

په ورته مهال، په جوزجان کې د اکتید دفتر مسوول انجنیر امان الله امین پژواک ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په نهه میاشتني کورس کې ۷۰ هغه مېرمنو او نجونو ته چې له سواده محرمې وې او له بد اقتصادي وضعیته ګړېدې، د بیک ګنډلو زده کړه ورکړل شوې ده.

نوموړي د دې په څرګندولو چې اوس مهال ۱۸ کسانو ته زده کړې ورکول کېږي، وویل چې د امنیتي خنډونو لرې کولو په صورت کې به دغه برنامه د ولایت ولسوالیو ته هم غځوي.

Visits: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.