Language

د سنګين اوسېدونکو د خپل ولسوال او امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وکړه

لښکرګاه (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونكي وايي چې تر هغه به د کوکنارو له کر څخه لاس وانخلي، څو پورې چې دولت د دې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان له دندې ګوښه نه کړي.

 دغه څرګندونې د سنګين خلکو پرون په دې ولسوالۍ کې په هغې غونډه کې وکړې، چې په کې والي ګلاب منګل، د دې ولايت امنيه قوماندان او ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

 دا غونډه په دې ولسوالۍ کې د کوکنار د کر د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه.

 د هلمند والي ګلاب منګل له خلكو وغوښتل، چې د سنګين سيمه له امنيتې پلوه پراخه شوې او دوى دې په هېڅ ډول د كوكنارو كښت ته زړه ښه نه کړي.

 د هغه په وينا، سږ كال د نورو كلونو په پرتله د ترياكو پر وړاندې د دولت كړنې جدي شوې دي.

 هغه وايي، چې نه يواځې په سنګين كې به د كوكنارو پر وړاندې جديت رامنځ ته كېږي، بلكې د هلمند په ټولو امنو سيمو كې به هغه كسان د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې دې كښت ته يې مخه كړې ده.

 خو د سيمې خلك بيا وايي، چې تر هغه به له ترياكو لاس وانخلي، ترڅو چې د دوى په خوښه په دې ولسوالۍ کې ولسوال او امنيه قوماندان ونه ټاکل شي.

 د  سنګين د ټولنيزې شورا د عدلي كمېټې مشر حاجې دادو وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى.

 هغه وايي، چې كه څه هم له دولت سره ولاړ دي او په ډېرو برخو كې يې ورسره مرسته كړې؛ خو زياتوي چې دوى ته دې د خپلې سيمې کسان د ولسوال او امنيه قوماندان په توګه وګومارل شي.

 د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشر خداى نظر خان وايي، چې د هلمند په ټولو ولسواليو كې يو بدلون راغلى دى؛ خو په سنګين كې لا تراوسه هم كوم د بيارغونې ښكاره كار نه دى تر سره شوى.

 دى وايي، چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازيتوب له مسوولينو نه غوښتنه كوي، چې د دې ولسوالۍ اوسنى امنيه قوماندان او ولسوال دې لرې كړى شي.

 د غونډې يو شمېر ګډونوالو ادعا کوله، چې ولسوال او امنيه قوماندانۍ د دې پر ځاى چې د دوى ستونزې هوارې کړي، ورته ستونزې جوړوي؛ خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

 د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم د خلكو هغه خبره ومنله، چې د ولسوالۍ د امنيتي چارواكو له خوا به ځينې ستونزې ورته جوړې شوې وي؛ خو زياتوي چې د هر پرمختګ پر وړاندې خنډونه وي او په سنګين كې هم دا ستونزه پيدا شوې ده.

 هغه وايي، چې د همدغه ولسوال او امنيه قوماندان پر مټ دې ولسوالۍ ته امنيت راغلى او لمن يې ډېره پراخه شوې ده.

 ګلاب منګل وويل: ((د ډلو ډلو خلكو په راتګ سره زه نه شم كولى چې ولسوال لرې او مقرر كړم، ځكه په دې ډول يو نظام نه شي جوړېدى.))

 د هغه په وينا، تېره ورځ لښكرګاه ته هم يوه بله دوه سوه كسيزه ډله راغلې وه او ويل يې، چې د دوى لپاره دې د سنګين ولسوال تبديل كړي؛ خو په دومره توپير چې له هغوى سره يو بل كس د دوى د ولسوال په توګه راوستل شوى وو.