لښکرګاه (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د هلمند د ولايت امنيه قوماندانۍ ٧٧ ميله ډول ډول وسلې د تلې په ٢٦مه، ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلې يې د تېرو څو اونيو د عملياتو پر مهال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ترلاسه کړې وې.
هغه زياته کړه، چې يو شمېر وسلې يې له وسلوالو مخالفينو او ځينې نورې يې له امنيتي کمپنيو نيولې وې.
د نوموړي په وينا، په دغو وسلو کې ٣٨ ميله کلاشينکوفونه، اته ميله پيکا، دوه ميله ډي پي ماشينونه، درې ميله ار پي جي راکټ، درې ميله کره بين ټوپک، ١١ميله ٣٠٣ بر ټوپکونه، اوه ميله ښکاري ټوپکونه، درې ميله ميکاروف تومانچې او يو ميل سل ډزى شامل دي.
انګار وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې ۹۹۶ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې دي.
امنيه قوماندان وويل، هغه امنيتي کمپنۍ يې هم په ګوته کړې، چې له دوى سره نه دي راجستر، نو له همدې امله به يې وسلې راټولې او ډاياګ ته به وسپارل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن