کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د کورنيو چارو وزارت په ځينو ولايتونو کې د دولت د ٢٣وسلوالو مخالفينو د وژلو او ٤٦ نورو د نيولو او په کابل کې د يوه موټر، چې وسلې يې لېږدولې، د نيولو خبر ورکړ
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د تلې ٢٨مه) د دغه وزارت له لوري پژواک ته رارسېدلې، ويل شوي دي، چې دغه مرګ ژوبله او نيونې د ملي اردو او ايساف ځواکونو په مرسته د ملي پوليسو د لسو عملياتو په ترڅ کې، په تېرو ٢٤ساعتونو کې رامنځته شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه عمليات د بغلان، هلمند، پکتيا، ننګرهار، غزني، خوست او پکتيکا په ولايتونو کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يوه اندازه جنګي وسايل، چې په کې پنځه ميله کلاشينکوفونه، يو لاسي بم، درې چانټې او درې شاجورونه شامل دي، هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د سرچينې په وينا، د ملي پوليسو منسوبينو په تېرو ٢٤ساعتونو کې د وسايطو ضد څلور کړۍ ماينونه او د BM1 يوه مرمۍ، چې د دولت د وسلوالو مخالفنيو له لوري د ورانکاره کړنو په موخه د پروان، کندهار، لغمان او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو، هم کشف او شنډ شوي دي.
همدارنګه د کابل د ١٠١اسمايي زون د مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې قوماندانۍ پوليسو تېره شپه شاوخوا ٧ بجې يو ميني بوس موټر، چې له کابل څخه د شمال پر لور روان و، د ١٧مې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې کوتل دروازې ته څېرمه يې نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، له دغه موټر څخه، چې لرګي په کې بار وو، ١٩ميله کلاشينکوفونه، ٣٣مکروف تومانچې او د هغو څه باندې ٤٠٠٠ مرمۍ ترلاسه شوې دي.
د کابل د ١٠١اسمايي زون د قوماندانۍ په وينا، چلوونکى د وسلو د لېږد په تور د پوليسو له لوري نيول شوى او په دې اړه څېړنې روانې دي.
همدارنګه درې د بېلابېلو توپونو مرمۍ، دوه د هاوان مرمۍ او د وسايطو ضد يو ماين، چې له تېرو کلونو د کابل د ١٧مې حوزې اړوند د چمتلې دښتې په سيمه کې پاتې وو، د پوليسو له لوري کشف او ترلاسه شول.