کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د دولت ۲۴ وسلوال مخالفین وژل شوي او لس نور نیول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د کابل، غزنی او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کی ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ۱۲ میله کلاشینکوفونه، ۳میله تومانچې، یو میل پیکا، ۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲ کیلوګرامه چرس، یو دوربین او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې د يادو علملياتو د کره وخت او ځاى يادونه ، نه ده شوې.
دغه راز سرچينې په دې اړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه، هم څه نه دي ويلي
سرچينه همدارنګه ليکي، چې تېره ورځ د بلخ د چمتال ولسوالۍ په علیزیو کلي کې پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو په یوه کور کې څلور تنه له يو شمېر مهماتو سره ونيول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شويو مهماتو کې د وسایطو او پرسونل ضد ۶ ماینونه، یو پیکا د هغې له ۴۴۰ مرمیو سره، یو ځانمرګى واسکټ او یو موټرسایکل شامل دي.