Language

د چمتال او چاربولک اوسېدونکي د بيارغونې د پروژو غوښتنه کوي

مزارشريف (پژواك ٣٠ تله ٩٠): د بلخ ولايت د چمتال او چاربولك ولسواليو اوسېدونكي په دغو ولسواليو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو د پيلېدو تر څنګ د بيارغونې د پروژو د پلي كېدو غوښتنه كوي.

 د دغو ولسواليو اوسېدونكي وايي، چې په عملياتو باوري دي؛ خو وېره لري، چې له پاى ته رسېدو سره سم به د دولت مخالف وسلوال بېرته سيمو كې ځاى پر ځاى شي.

 د بلخ ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په چمتال او چاربولك ولسواليو کې د دولت د مخالفو وسلوالو د پاكارۍ او د بيارغونې د پروژو د پلي كېدو لپاره د زمينې برابرولو په موخه يې د ابتكار په نامه نوي عمليات پيل كړي دي.

 د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي د تلې په ۳۰مه، په چمتال ولسوالۍ كې د څلورو وسلوالو طالبانو د تسلمېدو په مراسمو كې وويل، د روانې مياشتې په اوږدو كې په دغه ولايت كې د سولې پروسه ګړندۍ شوې ده.

 نوموړي زياته كړه، چې نن د چمتال ولسوالۍ د جركلا كلي اوسېدونكي د فدامحمد په مشرۍ د دولت څلور مخالفين له څلور ميله سپكو او درنو وسلو سره دولت ته تسليم شول.

 دوه ورځې وړاندې هم، په چاربولك ولسوالې كې د دولت ۹۰ وسلوال مخالفين د سولې د روانې پروسې له لارې له دولت سره يو ځاى شول.

 امنيه قوماندان وويل، چې په همدې ولسواليو كې يې د ابتكار په نامه نوي عمليات هم پيل كړي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې دغه عمليات به د ګډو ځواكونو په مرسته پر مخ ځي او تر شپږو مياشتو پورې به دوام كوي.

 د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې په چمتال ولسوالۍ كې ۳۰۰ او چاربولك ولسوالۍ كې ۲۰۰ كسان د سيمه ييزو ساتونكو په توګه د سيمې د امنيت ساتلو په موخه ګومارل كېږي.

 جنرال عليزي وويل، دوى په پام كې لري، چې د همدې عملياتو په ترڅ كې د بيارغونې ځينې پروژې هم پلې كړي.

 نوموړي د بېلګې په توګه وويل، چې د چمتال ولسوالۍ له مركزه تر عرب مزاري كلي پورې به ۲ كيلومتره سړك د مزارشريف د بيارغونې ډلې له خوا قير كړاى شي.

 د هغه په وينا، كوم سيمه ييز ساتونكي چې د سيمې د امنيت په موخه ګومارل كېږي، د بيارغونې د پروژو ساتنه به هم كوي.

 د سيمې اوسېدونكي كه څه هم په روانو عملياتو خوښ دي؛ خو اندېښنه ورسره ده، چې له پاى ته رسېدو سره سم به يې وسلوال طالبان بېرته پيدا شي.

 د چمتال ولسوالۍ د عرب مزاري كلي اوسېدونكي صوفي جان الله پژواك ته وويل، چې دمګړۍ هم په سيمه كې د تېرو مياشتو په پرتله وسلوال طالبان نشته.

 نوموړي زياته كړه، هر كله چې په سيمه كې عمليات پيلېږي؛ نو ډېرى طالبان له سيمې تښتي او په لرې ځايونو كې ځاى پر ځاى كېږي، چې د عملياتو له پاى ته رسېدو سره سم بېرته راځي.

 د هغه په وينا، طالبان د سيمې له خلكو عشر او زكات ټولوي او له دولت سره د مرستو او تړاو په تور يې كړوي.

 د همدې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونكي بيا په سيمه كې د بيارغونې د پروژو غوښتونكي دي.

 د چمتال ولسوالۍ د جركلا سيمې اوسېدونكي صفدر پژواك ته وويل، چې دوى د سړك د خرابوالۍ او د روغتيايي كلينيكونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

 نوموړي زياته كړه، كه چېرې رښتيا هم د روانو عملياتو په ترڅ كې د بيارغونې ځينې پروژې پلې كېږي، نو د سيمې د خلكو په خوښه دې عملي شي.

 د هغه په وينا، كه چېرې دولت د يادو شويو سيمو بيارغونې ته له تېرو كلونو پام كولى؛ نو وسلوالو طالبانو به هم په كې دومره نفوذ نه كاوه.

 صفدر وويل، چې ډېر ځوانان د بې روزګارۍ له امله د وسلوالو طالبانو په ليكو كې ځاى پر ځاى شوي دي.

 د بلخ امنيه قوماندان وويل، چې د روانو عملياتو يوه موخه همدا ده، چې په سيمه كې د بيارغونې پروژې پيل كړي.