جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩٠): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د دولتي دښتو د ملکيت پر سر د رامنځته شويو شخړو په اړه يوې غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ، چې نور په ننګرهار کې بدمعاشي نه مني.
شېرزي د ننګرهار ولايت پر ملي امنيتي ځواکونو امر وکړ، چې د لړم په څلورمه (سبا) دې د شينوارو د عليشېرخېل او سې پاى قومونو پر ضد عمليات پيل کړي او د هغوى وسلوال دې بې وسلې کړي.
والي دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ، چې د ولسمشر کرزي د حکم له مخې بايد د اچين ولسوالۍ د دښتې د ملکيت پر سر دواړو غاړو سوله منلې واى، خو عليشېرخېل جرګې ته نه راغلل او له ياد حکم څخه يې سرغړونه وکړه.
شېرزي وويل، چې د اچين ولسوالۍ د دواړو قومونو ترمنځ له دوو کلونو راهيسې د دولتي دښتې د ملکيت پر سر په جګړو کې شل تنه مړه او اتيا نور ټپي شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر کرزي، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولايتي شورا، ولايتي ادارې، د خوګياڼو، شېرزادو او مومندو قومي مشران په دې کې پاتې راغلل، چې دغې شخړې ته د پاى ټکى کېږدي.
ګل اغا شېرزي، چې نن (د لړم درېيمه) يې په شاهي ماڼۍ کې د لسګونو قومي مشرانو پر وړاندې احساساتي وينا کوله، وويل، چې د سې پاى قوم هر وخت درېيم ګړي ته واک ورکړى.
خو نوموړي زياته کړه، چې عليشېرخېل قوم د ولسمشر په بلنه کابل ته تګ ونه مانه، نه يې د ده جرګې منلې او نه هم نن جرګې ته را حاضر شول.
شېرزي وويل: ((ماته دواړو قومونو ليکل راکړي، اوس يې عليشېرخېل نه مني، سبا ٦ بجې به قانون عملي کوم.))
والي په غونډه کې ناستو د سرحدي لوا، امنيه قوماندانۍ، ملي اردو او د ايساف قوماندانانو ته وويل، چې د چهارشنبې د سهار له ٦ بجو دې پراخ عمليات پيل، دواړه خواوې دې بې وسلې او دښته دې تخليه کړي.
ګل اغا شېرزي زياته کړه، چې دښته دولتي ملکيت دى، هېچا ته به يې د ملکيت حق ورنه کړي او ژمنه يې وکړه، چې د ټولو دښتو ساتنه به کوي.
د ننګرهار والي سوګند ياد کړ، هغه خلک به د قانون منګولو ته سپاري، چې د دښتې د ملکيت پر سر يې سل تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
شېرزى وايي، چې دواړه خواوې بايد د جمعې تر شپې د خبرو اترو لپاره د دښتې له بشپړې تصفيې وروسته ورته خپل استازي راولېږي.
د ولسي جرګې غړي او د مومندو قومي مشر فريدون مومند د ننګرهار د ټولو قومونو په استازيتوب پر والي او ايساف ځواکونو غږ وکړ، چې د اداري فساد، غصب، بدمعاشيو او د خپلسرو وسلوالو مخه دې ونيسي، چې قانون په خان او غريب دواړو عملي شي.
نوموړي زياته کړه، چې څو-څو ځلې د دوى په هڅو د ښکېلو خواوو تر منځ جرګې شوې، چې پر وينا يې، عليشېرخېلو نه دې منلي.
فريدون مومند وويل، چې د رييس جمهور حکم دې تطبيق او دښته دې تخليه شي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د ننګرهار قومونه، له حکومت سره په ملاتړ د خودغرضو او غاصبينو پر ضد جهاد اعلانوو.))
د شينوارو د سې پاى قومي مشر ملک عثمان پژواک ته وويل، چې سل کسيزه ډله يې د والي او قومي مشرانو په استازيتوب راغلې او ټولو خبرو ته غاړه ږدي.
نوموړي له والي وغوښتل، چې د عليشېرخېلو پر وړاندې دې له زغم څخه کار واخلي.
خو شېرزي په وروستي ځل اعلان وکړ: ((زما تصميم قاطع دى، په خپله د جګړې ليکې ته ځم، د قانون د حاکميت پر وړاندې به اول زه وژل کېږم، هر څوک چې راسره جګړه کوي ورسره کوم يې.))
د عليشېرخېلو قومي مشر حاجي ملاجان شينواري پژواک ته وويل، چې تېره ورځ يې له والي سره د هغې پرېکړې له مخې، چې د دواړو لورو شپږ-شپږ تنو استازو په کې ګډون درلود، د اچين له کهي دښتې څخه خپل ټول وسلوال ايستلي دي.
نوموړي زياته کړه، تر هغې به جرګه ونه مني، چې د ولسي جرګې استازى فريدون مومند په کې ګډون ولري.
ملاجان وويل، چې تېره ورځ د ده قومي لښکر له سيمې ووت، خو مقابل لوري پرې بريد کړى او ٤ تنه يې ور وژلي دي، چې د نوموړي دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تاييد شوې.
په غونډه کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل، چې په سيمه کې يې خپل ځواکونه د يوې بشپړې جګړې او عملياتو په موخه تيارسۍ کړي دي.
امرخېل وويل: ((که قومانده راکړل شي، دواړه غاړې به په دوه ساعته کې بې وسلې کړم.))
د يادونې ده، چې د شينوارو د دوو قومونو تر منځ د اچين ولسوالۍ د کهي دښتې د ملکيت پر سر د جګړې له امله د سپين غره په لمنو کې پرتې ولسوالۍ نا ارامې شوې او دغه راز په اچين او سپين غر کې د پوهنې ترڅنګ ګڼې نورې پراختيايي پروژې هم په ټپه ولاړې دي.