جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩٠): د ختيځې سيمې د ودانيزو شرکتونو مشرانو پر نړيوالو مرستندويانو نيوکه وکړه، چې رغنيزې پروژې د ختيځوالو شرکتونو ته نه، بلکې د نورو سيمو شرکتونو ته يې ورکوي.
په ختيځو ولايتونو کې د ساختماني شرکتونو د ټولنې مشر سيد عبدالحق دغه څرګندونې د لړم په ٣مه، په جلال اباد ښار کې، د سوداګرۍ د خونې په نوښت له جوړې شوې غونډې وروسته، په يوه خبري ناسته کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې د ټولنې ډېرى شرکتونه يې نيوکه لري، چې دوى ته د PRT په ګډون مرستندويان پروژې نه ورکوي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې له ازاد بازار سره سره بايد د پروژو ورکولو پر مهال د ختيځې سيمې شرکتونو ته لومړيتوب ورکړل شي؛ ځکه چې دوى د دې سيمې اوسېدونکي دي او د کارونو په ترسره کولو کې له نورو زياته تجربه لري.
د شرکتونو رييس وويل، چې تر يوه څه بريده دغه کمزوري په خپله په ساختماني شرکتونو کې ده.
د نوموړي په وينا، ساختماني شرکتونه د پروپوزل ليکنې او يا هم د پروژو د پلې کولو پر مهال له ځينو تخنيکي مسايلو سره نابلد دي، چې افغاني انجنيران پرې نه پوهېږي.
هغه زياته کړه، چې په همدې موخه يې نن د خپلې ټولنې ستونزې او اندېښنې له ګډونوالو سره شريکې کړې.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمدقاسم يوسفي پژواک ته وويل، په دې موخه يې نننۍ غونډه رابللې وه، چې څنګه وکړاى شي د ختيځې سيمې شرکتونه له مرستندويانو څخه پروژې ترلاسه کړي.
قاسم يوسفي د هغو اوازو په اړه ناخبري وښوده، چې ګوندې په سيمه کې مرستندويان د پروژو ورکولو پر مهال له شرکتونو ٥ سلنه رشوت اخلي.
د هغه په وينا، په نننۍ غونډه کې يې پرېکړه وکړه، چې يو ځانګړى دفتر به جوړ کړي، تر څو د مرستندويانو او شرکتونو تر منځ اوږدمهاله اړيکې ټينګې او د ستونزو د هوارولو په موخه به ځانګړې غونډې جوړې کړي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د شرکتونو نيوکه پرځاى وبلله او زياته يې کړه، چې دوى څو ځلې له والي ګل اغا شېرزي سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دوى نننۍ غونډه هم د والي په مرسته جوړه شوې وه او والي هم له پي ار ټي او نورو مرستندويه موسسو څو ځلې غوښتي، چې د لومړيتوب حق د ختيځې سيمې شرکتونو ته ورکړي.
د يادونې ده، چې له تېر يوه کال څخه راهيسې په څلورو ختيځو ولايتونو کې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې رغنيزې پروژې کمرنګه او ټکنۍ شوې دي.