مزارشريف (پژواك ٣ لړم ۹۰): په مزارشريف كې د ((ګودي پرواز تياتر)) له خوا د ګويته انسټيټيوټ پر مټ د لوست د ارزښت په اړه تياتر او سلګونه انځورونه نندارې ته وړاندې شول.
د دې تياتر او انځورونو نندارې ته چې د لړم په ۳مه، له غرمې وروسته په كلبه فرهنګي بلخ كې ترسره شوه، د دغه ښار ګڼ شمېر اوسېدونكي او مينه وال راغلي وو.
د ګويته انسټيټيوټ د فرهنګي چارو مسوول محمد ابراهيم هوتك پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ((هغه زمرى چې ليكل نه شي كړاى)) تر نامه لاندې د تياتر د كيسې موضوع د لوست د ارزښت په اړه وه.
نوموړي زياته كړه، چې له دغې نندارې څخه موخه د بې سوادۍ د كچې ټيټوالى او پر وړاندې يې مبارزه ده.
د هغه په وينا، كه چېرې يوه ټولنه د بې سوادي پر وړاندې مبارزه وكړي؛ نو د پرمختګ ټولې دروازې به يې پر مخ پرانېستل شي.
د تياتر كيسه په يوه زمري راڅرخېده، چې د بې سوادۍ له امله يې د خپلې معشوقې په نامه ليك نه شو ليكلى او اخر مجبورېږي، چې د خپلې ستونزې د حل په موخه ليك او لوست زده كړي.
د تياتر يوه ننداره كوونكي جاوېد اميري پژواك ته وويل، چې په لومړي ځل يې د دا ډول نندارتون ننداره وکړه.
نوموړي زياته كړه، چې تياتر په ښه توګه ترسره شو او كيسې يې د لوست د ارزښت په اړه ښه پيغام درلود.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، چې په دې تياتر او ننداره كې يې برخه اخيستې وه، پژواك ته وويل، چې دا ډول نندارې به په بلخ كې د تياتر هېر شوى هنر بېرته راژوندى كړي.
نوموړي زياته كړه، چې بلخ له جنګونو وړاندې د تياتر په برخه كې ښه نوم درلود، چې اوس يو څه كم رنګه شوى دى.
له تياتر وروسته، د ګويته انسټيټيوټ پر مټ ((يوه ورځ په المان كې)) تر سرليك لاندې د څه باندې ۴۰۰ انځورونو نندارتون هم پرانېستل شو.
ابراهيم هوتك وويل، چې په دغو انځورونه كې د المان يوه ورځ رااخيستل شوې ده، چې د هغه هېواد بېلا بېل اړخونه بيانوي.
نوموړي زياته كړه، چې ګويته انسټيټيوټ هڅه كوي، چې د دغو انځورونو له لارې افغانانو سره خپلې تجربې شريكي كړي، څو په ژوند كې د بدلون راوستو هڅه وكړي.