Language

ولايتي شورا د ننګرهار اداره په نه همغږۍ تورنوي

جلال اباد (پژواک ٤ لړم ٩٠) : دننګرهار ولايتي شورا وايي چې ددې ولايت چارواکي د چارو په سمبالښت کې له دوى سره همغږي نه لري.

د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د ولايتي شورا او ولايتي ادارې ترمنځ ٩٥ سلنه همغږي شتون نه لري.

نوموړي زياته کړه چې د شورا او دولتي ادارو تر منځ ډېر اختلافات دي او دولتي ادارې د ولايتي شورا مشورو او وړانديزونو ته غوږ نه نيسي .

د معين شاه په وينا، د ننګرهار ولايت د ځينو ادارو مشران په شخصي ډول له ولايتي شورا سره اړيکې لري، خو هغه هم ډېرې کمې دي.

نوموړي په ولايتي اداره نيوکه وکړه ، چې د شورا هېڅ عزت او احترام نه کوي.

د ولايتي شورا مرستيال دغه راز ادعا وکړه، چې يو شمېر دولتي چارواکي او مامورين په اداري فساد ککړ دي.

هغه وايي چې د ولايتي شورا له څو ځله  غوښتنو سر ه سره ولايتي اداره د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راغلې ده.

د ولايتي شورا يو بل غړي ضابط امير محمد پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ  بې باوري او زړه بدوالى هغه وخت رامنځ ته شو، چې يو کال مخکې پر کابل بانک ځانمرګي  او وسلوال بريد وشو.

هغه وايي چې د ولسي جرګې او ولايتي شوار استازيو د ناامنۍ په دغه پېښه کې ولايتي اداره ګرمه بلله، چې پر وينايې د ولسي جرګې د وکيلانو له تګ څخه وروسته د ولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ زړه بدوالى پر ځاى پاتې شو.

نوموړي د شورا پر وکيلانو هم نيوکه وکړه ، چې په انفرادي توګه د ولايتي ادارې له چارواکيو سره ګوري ، خو منظمې غونډې نه لري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم مني، چې پخوا د شورا او ادارې تر منځ يو څه ستونزې شتون درلود.

خو هغه وايي چې په دې وروستيو کې يې ولايتي اداره  له ولايتي شوار سره ښې اړيکې لري او په ځانګړو کمېسيونونو کې ورته ونډه ورکوي.

د نوموړي په وينا، دوى د بيارغونې په پروژو او يو شمېر نورو کارونو کې له ولايتي شورا سره ګډې مشوري کوي او په ډېرو پرېکړو کې يې شريکوي.

د سياسي چارو يو تن کارپوهه ډاکټر مخلص احمد وايي چې د ولايتي شورا او ولايتي ادارې ترمنځ شته اختلافاتو په دې ولايت کې د ژوند په ټولو برخو بدې اغېزې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پر اوسنۍ ادارې او ولايتي شورا د ولس باور کم شوى، ځکه چې دوى ولس ته هېڅ نه دي کړي.

ډاکټر مخلص وايي چې د ادارې فساد ترڅنګ ولايتي شورا يو شمېر اصلاحاتو ته اشارې کړې دي، خو قانون ورته دا اجازه نه ورکوي، چې په دې برخه کې پخپله اقدام وکړي، خو ولايتي اداره يې مشورې نه مني.

د هغه په وينا، پخپله په ولايتي شورا کې شته اختلافاتو څخه ولايتي ادارې ګټه پورته کړې او دوى يې په څو برخو وېشلي ، چې له امله يې دوى تر اوسه د ټولو غړيو په ګډون يوه غونډه هم نه ده جوړه کړې.

د يادونې  ده ، چې تېر کال ولايتي شورا له ولسمشر کرزي څخه د والي ګل اغا شيزي د لرې کېدو غوښتنه کړې وه ، چې د نه عملي کېدو په صورت کې يې د لاريونونو ګواښ هم کړى و .