Language

د بلخ ولايتي شورا: د دولت او ولس ترمنځ دواټن مخنيوى مو کړى

مزارشريف ( پژواك ٤ لړم ٩٠ ) : د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايي، چې د خلكو او دولت تر منځ د واټن د پيدا كېدو مخنيوى يې كړى،خو د دې ولايت اوسېدونکي بيا ادعاکوي چې ولايتي شورا د دوى ستونزو ته  پاملرنه نه ده کړې.

د دغه ولايت د ١٩ کسيزې ولايتي شورا غړي او د شورا د ستونزو د حل كمېټې مسوول مخدوم محمود د تلې په ۴مه، په يوه ځانګړې مركه كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په هېواد كې روانو حالاتو له امله وخت ناوخته د دولت او خلكو تر منځ فاصلې پيدا كېږي.

نوموړي زياته كړه: ((ځينې ولايتونه داسې دي، چې ولايتي شورا يې له دولتي ادارو سره همغږي نه وي او د يو بل په چارو كې ستونزې پيدا كوي؛ خو له نېكه مرغه په بلخ كې داسې كومه ستونزه نشته.))

د هغه په وينا ، كه څه هم بلخ ولايت د هېواد په كچه په با امنه ولايتونو كې شمېرل كېږي؛ خو په تېرو څو كلونو كې يې په ځينو سيمو كې وخت ناوخته د ناامنۍ نښې هم ليدل كېدې.

مخدوم وويل، چې دوى په دې وتوانېدل، چې د خلكو اساسي ستونزې تر دولت پورې ورسوي او د ناامنو سيمو يو شمېر هغه ستونزې، چې له امله يې د دولت مخالفو وسلوالو ناوړه ګټه پورته كوله، له منځه يوسي.

خو د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې د دوى د ستونزو په حل كې د ولايتي شورا بې وسه پاتې شوې ده.

د چمتال ولسوالۍ د جر كلا سيمې اوسېدونكي ميا اسميعيل پژواك ته وويل، چې له تېرو څو كلونو پرې كله د دولت او كله د وسلوالو طالبانو حكومت روان وي.

نوموړي زياته كړه، چې دولت دغو سيمو ته شا كړې او يواځې د نظامي عملياتو د تر سره كولو په موخه ناامنو سيمو ته راځي.

د هغه په وينا، كه  امنيتي ځواكونه په سمه توګه د دولت د مخالفو وسلوالو مخه ونيسي؛ نو د وسلوالو طالبانو زور دومره نه دى، چې خلك دې وكړوي.

همداراز يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې د دولت پام يواځې د مزارشريف ښار پورې محدود دى، په لرې پرتو سيمو كې په هغه كچه كار نه كېږي، څومره چې ورته اړتيا ده.

د كلدار ولسوالۍ اوسېدونكي قربان ګلدي پژواك ته وويل، چې له تېرو څو كلونو راهيسې   امو سيند يې كرنيزې ځمكې او كورونه نړوي.

نوموړي زياته كړه: (( دولت يواځې د مزار ښار په جوړولو اخته دى، نه مو كوم چارواكى ليدلى  او نه مو كوم وكيل ليدلى، چې زموږ پوښتنه يې كړې وي.))

د هغه په وينا، څو ځلې يې خپلې ستونزې له ولايتي شورا او دولتي چارواكيو سره شريكې كړې دي، خو كومه ګټه يې نه ده كړې.

د ولايتي شورا مسوولين كه څه هم د خلكو ستونزې او نالښتونه مني ، خو زياتوي، چې د ستونزې د حل لپاره يې خپلې هڅې كړي او لا هم روانې دي.

د بلخ د ولايتي شورا د ستونزو د حل كمېټې رييس مخدوم وويل، چې رښتيا هم د خلكو اړتياوې په هغه كچه نه دي پوره شوي، څومره چې يې تمه لري.

نوموړي د امو سيند د تحكيم بندۍ په اړه وويل، چې دغه ستونزه يې له سميه ييزو دولتي ادارو سربېره له ولسمشر سره هم په مخامخ ناستو كې مطرح كړې ده.

د هغه په وينا ، د امو سيند د ستونزې حل  د سميه ييزې دولتي ادارې په وس كه نه دى، بايد حکومت په دې برخه كې جدي ګامونه واخلي.

مخدوم محمود د ناامنو سيمو په اړه وويل، چې دم ګړۍ په كې د پولپسو د پاكارۍ عمليات روان دي او د بيارغونې د پروژو د پلي كولو زمېنه مساعديږي.

نوموړي زياته كړه، چې په چمتال او چهاربولك ولسوالۍ كې به په نږدې موده كې د بيارغونې څه كم ۵۰ پروژې پلې شي.

د هغه په وينا، دوى  له اولس سره خپل غږ يو كړى او هڅه كوي، چې تر پايه د ولس رښتيني استازي پاتې شي.