Language

د کاپيسا ولايتي شورا د ولس ستونزو ته غوږ نه نيسي

محمودراقي (پژواک ٥ لړم ٩٠): دکاپيسا يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت له ولايتي شورا شکايت کوي او وايي، چې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره لازمه هڅه نه کوي.

د کاپيسا ولايتي شورا نهه غړي لري، چې درې يې ښځې دي.

د کاپيسا د اله ساى سيمې اوسېدونکى ٤٠ کلن تاج ملوک وايي، چې د ولايتي شورا غړي ډېر لږ وخت په خپلو دفترونو کې وي او نور ټول وخت په خپلو شخصي کارونو لګوي.

نوموړي وويل، چې ډېر شمېر خلک په محبس کې بې ګناه بنديان دي او دوى څو ځلې له ولايتي شورا غوښتي، چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي، خو تر اوسه يې څه نه دي کړي.

هغه زياته کړه: ((زما ٧مه ورځ ده، چې د پاسپورټ د اخيستو لپاره ښار ته راځم، اخر مجبور شوم، چې له ولايتي شورا مرسته وغواړم، خو دوى هم زموږ په غم کې نه دي.))

د محمودراقي اوسېدونکى حاجي محمدالله وايي، دوى چې کومه تمه له ولايتي شورا درلوده، هغسې ونه شول.

نوموړي وويل: ((زه د خپل يوه ملګري د قتل په قضيه باندې لګيا يم، هرې ادارې ته چې ورځم، نو له پيسو پرته هېڅ کار نه کېږي، ولايتي شورا هم په دې برخه کې هېڅ کومک راسره ونه کړ.))

هغه وايي، چې څو کاله مخکې د کاپيسا د ولايتي شورا غړي داسې نه وو، د خلکو ستونزې به يې حل کولې، خو اوس د چا پوښتنه هم نه کوي.

د تګاب سيمې اوسېدونکى عتيق الله وايي، چې د وسلوالو او ايتلافي ځواکونو په يوه نښته کې يې يو زوى ټپي شوى و او د کور څو کوټې يې ونړېدې.

د نوموړي په وينا، څو ځلې يې د تاوان غوښتلو په نيت له ولايتي شورا مرسته غوښتي، خو څه مثبته پايله يې نه درلوده.

هغه وايي، چې ولايتي شورا د بيارغونې د کارونو څارنه هم نه کوي او ډېر د بيارغونې کارونه دي، چې له لنډې مودې وروسته بېرته وېجاړيږي.

د عبدالعليم ثاقب په نوم دکاپيسا اوسېدونکى وايي،د ولايتي شورا غړي چې کوم مسوولیت لري، هغه په رښتیني توکه نه شي ترسره کولاى.

هغه زياته کړه: ((دوى په زياترو کارونو کې خپل ولس ته شاه کوي او له دولت سره نورې اړيکې پالې، دوی زیاتره هغه کارونه کوي، چې مالي ګټه په کې وي او د ولس په غم کې نه دي.))

خو د کاپيسا د ولايتي شورا غړی نجيب الله رحيمي د خلکو دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې ولايتي شورا د خلکو په خدمت کې ده، شپه او ورځ په دې برخه کې زيار باسي.

نوموړى وايي، د خپل وس او واکونو په حدودو کې مو له خلکو سره مرسته کړې، خو ځينې پيچلې دعوې او يا ورته نورې ستونزې دي، چې په هغو ته مو وس نه رسېږي.

هغه زياتوي، چې دفتر يې د سهار په رسمي وخت پرانيستل کېږي او تر ماسپـښين پورې د خلکو ستونزو ته تر خپله وسه ځان رسوي او د نورو مامورينو په څېر د ماسپښين په څلورو بجو رخصتيږو.

له پروژو څخه د څار په اړه رحيمي وويل، چې هره پروژه د سیمې د مشرانو په خوښه پيليږي او بشپړيږي او څارنه يې هم هغوى کوي.