Language

پنځه ټنه نشه يي توکي ترلاسه شول

لښکرګاه ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د هلمند ولايت چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځنيو عملياتو کې يې څه دپاسه پنځه ټنه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

ددې ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دا عمليات په مارجې ولسوالۍ کې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو له خوا ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې ددې عملياتو په ترڅ كې ۴۹۷۵ كيلو ګرامه هغه کيمياوي توكي، چې د هيرويينو په جوړولوكې ترې ګټه اخيستل كيږي، ۱۵كيلو ګرامه تارياك او۶۶ليټره تيزاب،  چې له دې څخه هم د هيرويينو په جوړولوكې ګټه اخيستل كيږي ، نيول شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د لښكرګاه د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسود ښار په كندهار اډه كې ۴۶ كيلو ګرامه اومه چرس ، چې په ماهرانه ډول په بوريو کې ځاى پرځاى شوي و  او فراه ولايت ته لېږدول كېدل ،  نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې له يادو شويو ټولو نشه يي توكيو سره درى تنه تورن كسان هم نيول شوي، چې دا مهال ترپلټنو لاندې دي.

د يوه بل خبر له مخې، ددې ولايت پوليسو د سنګين ولسوالى په ملازو سيمه كې  ۱۹تنه هغه كروند ګر هم نيولي ، چې پخپلو ځمكوكې يې كوكناركرلي و .

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي ، دا چې د نشه يي توكيو قاچاق اوكاروباراو  ترهګري يو له بل سره تړلي ،نو په همدې سيمه كې اوه حلقې ماينونوهم ، چې د ترهګرو له خوا ځاى پرځاى شوي و ، امنيتي ځواكونوكشف اوشنډ كړي دي.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په ګرشك اومارجې ولسواليو كې هم نږدې ۴۰تنه هغه كروندګر د امنيتي ځواكونو له خوا ونيول شول او د قانون منګولوته وسپارل شول ، چې پخپلوځمكوكې يې كوكناركرلي وو.