چاريکار (پژواک ٩ لړم ٩٠): په پروان کې د دوو ترافيکي پېښو په ترڅ کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول.
د پروان ولايت د ترافيکي پېښو مدير سمونوال پيرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې شوې پېښې نن (د لړم ٩مه) د دې ولايت په مرکز او سياه ګرد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د هغه په وينا، لومړۍ پېښه د چاريکار ښار په جنګل باغ سيمه کې د يوه سرف موټر له سراچې موټر سره د جنګېدو له کبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د سرف موټر دوه سپرلۍ او د سراچې موټر دوه سپرلۍ ټپي شوې.
هغه د سياه ګرد په ولسوالۍ کې هم د يوې ترافيکي پېښې خبر ورکړ، چې تراوسه يې په اړه جزئيات په لاس کې نه درلودل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې پېښې ټپيان د پروان ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د پروان د ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالخليل فرهنګي پژواک اژانس ته وويل، چې د درېيو ژوبل شويو کسانو حالت د اندېښنې وړ دى.
هغه زياته کړه، چې د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کې د ترافيکي پېښې يو مړ شوى او بل ټپي کس دې روغتون ته راوړل شوي دي.
فرهنګي زياته کړه، چې د دې پېښې د ټپي حالت د ډاډ وړ دى.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د کابل- پروان د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله، څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو بل ژوبل شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن