کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي، چې د افغانستان په سوېل کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.
په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري نن (د لړم ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، ښکل شوي، چې د افغانستان په سوېل کې يې پرون يو سرتېرى وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ياد سرتېرى د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى، خو د پېښې کره ځاى او د سرتېري هويت يې نه دى په ډاګه کړى.
د يادونې ده، چې د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ٩ ورځې وړاندې هم د افغانستان په ختيځ کې د وسلوالو مخالفينو په بريد کې د ايساف يوه سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن