کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د دغه هېواد ګڼو چارواکو د دولتي دندو پر مهال په کاناډا، امریکا، برېتانیا او اروپا کې د دایمي استوګنې لپاره چمتووالی نیولی دی.
خواجه اصف پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي،چې د پاکستان ګڼ شمېر دولتي چارواکي په تېرو څو کلونو کې یادو هېوادونو ته تللي او او هلته یې ځانونو ته د دایمي استوګنې لپاره زمینې برابرې کړې دی.
هغه زیاته کړې، په تېرو څو کلونو کې پرتګال هم د پاکستاني دولتي چارواکو د کډوالۍ پر یوه مهم مقصد بدل شوی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې یو کس، چې د ځینو شتمنو دولتي چارواکو لپاره یې د دایمي استوګنې د اسنادو په برابرولو کې منځګړیتوب کاوه، له هغوی څخه د پام وړ پیسو تر ترلاسه کولو وروسته تښتېدلی دی. نوموړي د دغه کس او اړوندو چارواکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
خواجه اصف پوښتنه کړې، هغه چارواکي چې مهمې دولتي دندې یې ترسره کړې، د حکومتونو له ملاتړ برخمن شوي او د شتمنۍ د ترلاسه کولو فرصتونه یې لرلي، له خپل هېواد او دولتي دندو سره څومره ژمن پاتې شوي دي؟
هغه دا هم پوښتلي چې ایا دغه چارواکي د خپلې دندې تر پایه له پاکستان سره ژمن پاتې کېږي، که دولتي دندې ورته یوازې بهر ته د کډوالۍ تر وخته یوه لنډمهاله مرحله و؟