Language

په پروان کې تر دوه زره جريبه زياته دولتي ځمکه غصب شوې

چاریکار (پژواک ١٦ لړم٩٠): د پروان والي ادعا کوي، چې تر دوه زره جريبه زياته ځمکه په دغه ولايت کې د سيمه ييزو قوماندانانو او خلکو له خوا غصب شوې ده.
د پروان والي وايي، چې دغه ځمکې له موقت حکومت څخه راپه دېخوا د بگرام په ولسوالۍ او د ولايت په مرکز کې د قوماندانانو او سيمه ييزو اوسېدونکو له خوا له جعلي اسنادو په ګټې اخيستنې سره غصب شوې دي.
عبدالبصیر سالنگي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر١٢٠٠ جريبه زياته دولتي ځمکه د بګرام ولسوالۍ د باريک اب په سيمه کې د کوچيانو او سيمه ييزو اوسېدونکو له خوا غصب شوې ده.))
د ده په وينا، يو زر جريبه نوره دولتي ځمکه د پروان ولايت په مرکزي سيمه کې له جعلي اسنادو څخه په استفادې د قوماندانانو له خوا پېرودل شوې او غصب شوې ده.
د پروان والي وايي، چې د مرکز يو شمېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې د دغو ځمکو له درکه دولت ته د ماليې ټکټ ورکړى دى، په داسې حال کې، چې دغه ټکټ د قوالې په توګه نه شمېرل کېږي، خو دوى د دغه سند پر اساس دغه ځمکه غصب کړې ده.
د سالنگى د معلوماتو پر اساس، دولتي غصب شوې ځمکې د پروان ولايت د مرکز د توپ درې په سيمه کې د هوفيانو د غره په لمنه او د خواجه سياران په سيمه کې پرتې دي.
په همدغه حال کې سرچينه وايي، چې د نورې پنځه زره جريبه ځمکې د غصب مخه يې نيولې ده، چې پخوانيو جهادي قوماندانانو او د سيمې خلکو غوښتل هغه ونيسي.
د پروان والي يوازې د سيد قيوم په نوم يو تن د ولايت په مرکز کې د ځمکې د غاصبينو په نوم ياد کړ او زياته يې کړه، چې دغه سړي د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره دولتي ځمکې خرڅې کړې دي.
سالنګي وويل، چې دغه سړى د دولت له خوا يوه مياشت وړاندې نيول شوى او بندي شوى و، خو د لوړ پوړو چارواکو په مداخلې سره، پرته له محکمې له زندان څخه خوشى شو. خو هغه د دغو کسانو نوم وانه خيست.
هغه د قوماندانانواوسيمه ييزو خلکو له خوا د دولتي ځمکو غصب، د دولت لپاره يو ستر ګواښ وباله.
په همدې حال کې سيد قيوم دعوه لري، چې د چاريکارو ښار د هوفيانو د غره په لمن کې له خپل نيکه څخه ورته په ميراث پاتې دي، چې د هغې شرعي قواله او اسناد په لاس کې لري.
هغه د پروان والي د خپلو شخصي ځمکو په غصب تورن کړ او پژواک ته يې وويل: ((شخصي ځمکې چې له نيکه څخه مو راته په ميراث پاتې وې، د پروان والي هغه په چل او فريب غواړي د دولتي ځمکو په نامه د ځان لپاره ونيسي.))
هغه وايي، چې دولت په هېڅ ډول نه شي کولاى د ده شخصي ځمکې ونيسي.
د چاريکارو د ښار د بالاغیل د سيمې يوه اوسېدونکى ٣٥ کلن محمد شريف پژواک ته وويل، چې تر لنډمهال حکومت وړاندې، زورورو کسانو د دولتي ځمکو پر غصب پيل وکړ او تر اوسه دوام لري.
هغه د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه: «د لس ګونو جريبه دولتي ځمکې شاهدان يو، چې د زورورو کسانو له خوا نيول شوې دي، خو حکومت تر اوسه نه دى توانيدلى هغه بېرته ترې واخلي.»
سرچينې زياته کړه، چې دغه ځمکې اکثراً تر موقت حکومت وړاندې، د خلکو له خوا د جعلي سندونو په واسطه غصب شوې دي.
د چاريکارو د ښار اوسېدونکي ٤٠کلن عبدالقدير پژواک ته وويل: «د ښاروالۍ اړوند يوه ټوټه ځمکه د چاريکارو د ښار په ختيځه برخه کې، تر موقت حکومت وړاندې د يوه زورور قوماندان له خوا غصب شوه.»
هغه په داسې حال کې، چې د ده په خبره د امنيتي لاملونو له مخې د دغه قوماندان نوم وانه خيست، زياته يې کړه، چې اوسمهال په دغې غصب شوې ځمکه کې نوموړي قوماندان دوکانونه جوړ کړي دي.
د چاريکارو ښاروال غلام صدیق صدیق د دې خبرې په تاييد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځمکې د ده په کاري دوره کې نه، بلکې د جهاد په دروان کې غصب شوې دي.
د ده په وينا، هغوى د ولايت له مقام او نورو اړوند ادارو سره په اړيکه او همغږۍ کې هڅه کوي چې دغه ځمکې د غاصبينو له منګولو راوباسي.
په همدغه حال کې ويل کېږي، چې د بګرام په ولسوالۍ کې هم يو اندازه دولتي ځمکه د پخوانيو جهادي قوماندانانو او خلکو له خوا غصب شوې ده.
د بګرام ولسوال کبير احمد رحيل د دې خبرې په تاييد سره وويل، چې تريوزر جريبه زياته دولتي ځمکه د کوچيانو او د قلعه گلي، میا خېلو او چنزه يې د کليو د اوسېدونکو له خوا په جعلي اسنادو سره د خم کلان او باريک اب په سيمو کې د موقت حکومت تر جوړېدو وړاندې غصب شوې دي.
د ده په وينا، له غاصبينو د دغو ځمکو د بېرته را ګرځول په موخه د دوى له خوا هڅې شوې دي، خو د نامعلومه دلايلو له امله يې تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې.
رحيل زياته کړه، هغه ځمکې، چې په دې ولسوالۍ کې غصب شوې، دولتي کرنيزې ځمکې وې، چې اوس په دغو سيمو کې ٨٠٠ د هستوګنې کورونه د کوچيانو او سيمه ييزو اوسېدونکو له خوا جوړ شوي دي.
خو کوچيان وايي، چې دغه ځمکې د امير عبدالرحمن له وخته هغوى ته ورکړل شوې او اسناد يې هم لري.
د بګرام ولسوالۍ د ګلي کلا اوسېدونکي او د کوچيانو يوه استازي گل محمد پژواک ته وويل: «د دغو ځمکو سندونه د عبدالرحمن له وخته لرو، چې موږ ته يې جايداد راکړى دى…»
د ده په وينا، هغه ځمکې چې د دوى په ولکه کې دي، ميراثي دي او د دولت ملکيت نه ګڼل کېږي.
سرچينې زياته کړه، سره له دې، چې د ځمکې اسناد په لاس کې لري، خو بيا هم د دولتي ځواکونو له خوا ځورول کېږي.
د پروان ولايت د زراعت رياست د ځمکو مدير حميدالله د زورواکانو او سيمه ييزو خلکو له خوا د ځمکو د غصب په تاييد سره پژواک ته وويل، چې نږدې ٤٩٣٤٦ جریبه دولتي ځمکه، له هغوى سره ثبت او راجستر ده.
د ده په وينا، له دغو ټولو ځمکو، چې د ولايت په مرکز او په نهو ولسواليو کې پرتې دي، لس زره جريبه يې تر اوسه د زورواکانو او سيمه ييزو خلکو له خوا غصب شوې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، ډېرې دغه ځمکې د بگرام په ولسوالۍ او د پروان ولايت په مرکز کې پرتې دي.
د پروان د عدليې رييس محمد عمرعمرزاده په دې اړه پژواک ته وويل، چې د دوى د سروې له مخې، يوه اندازه دولتي ځمکې د ولايت په مرکز او بگرام ولسوالۍ کې د زورواکانو له خوا غصب شوې دي.
هغه په داسې حال کې، چې د غصب شويو ځمکو کره اندازه ورته نه وه معلومه، زياته کړه، چې دغه ځمکې د داسې اسنادو په وړاندې کولو سره، چې د جعلي توب امکان په کې شته، د خلکو له خوا غصب شوې او په اړه يې څېړنې روانې دي.