Language

په مزار کې اور لګېدو شاوخوا شل دوکانونه وسوځول

مزارشريف (پژواك ۱۹ لړم ۹۰): د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د غاليو په يوه ماركېټ كې د اور لګېدو له امله شاوخوا شل دوکانونه وسوځېدل. د مزارشريف ښار د اطفايې امر عبدالمحمد پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له ماسپښين وروسته شاوخوا دوه بجې د روضې لوېديځ لور ته د غاليو په يوه ماركېټ کې د برېښنا د شارتۍ له امله اور ولګېد. نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ دوى د اور په مړه كولو اخته دي او تر ډېره يې اور ارام كړى دى. نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې دوى ژر د دې اور په مړه کولو بريالي شوي نه واى؛ نو د مزارشريف ښار د نيمې برخې د سوځېدو شونتيا وه. د هغه په وينا، د غاليو دغه ماركېټ د سترو سوداګرېزو ماركېټونو تر منځ موقعيت لري، چې په اسانه ترې اور نورو ماركېټونو ته لار كولى شوه. عبدالمحمد زياته کړه، چې په ياد شوي ماركېټ كې د غاليو څه باندې شل دوکانونه وو، چې ډېر يې سوځېدلي دي. نوموړي وويل، چې د ټول اوښتي زيان د اندازې په اړه تر دې دمه څه نه شي ويلى؛ خو ګومان كوي، چې تر سل زره امريكايي ډالرو به اوښتى وي. د ياد شوي ماركېټ په لومړۍ برخه كې د غاليو هټيوال حاجي عبدالصبور پژواك ته وويل، چې په دغه ماركېټ يې د غاليو دوه پوړيز دوكان درلود، چې بشپړ وسوځېد. نوموړي زياته كړه، چې په دوکان کې يې د نږدې پنځوس زره امريكايي ډالرو په ارزښت مال پروت و، چې كمه برخه يې ترې راوېستې او پاتې سوځېدلى دى. عبدالصبور له اطفايي څخه مننه وكړه، چې پر وخت ورورسېده او خپله دنده يې ښه ترسره كړه. نږدې يو كال مخكې هم د مزارشريف ښار شمال لور ته د جوزجاني په نامه سوداګريز ماركېټ اور اخيستى و، چې سلګونه زره امريكايي ډالر زيان يې درلود.