ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بريد وروسته د څمکنيو ولسوالۍ بازار او دولتي ادارې تړلې دي

له بريد وروسته د څمکنيو ولسوالۍ بازار او دولتي ادارې تړلې دي

author avatar
12 Nov 2011 - 14:03
له بريد وروسته د څمکنيو ولسوالۍ بازار او دولتي ادارې تړلې دي
author avatar
12 Nov 2011 - 14:03

ګردېز (پژواک ۲۱ لړم ۹۰): وروسته له هغه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د څمکنيو ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول، نن هم د دې ولسوالۍ بازار تړلى او دولتي ادارې يې بندې دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لړم ١٩مه) پنځو وسلوالو طالبانو، چې د ځانمرګو بريدونو پر واسکټونو او وسلو سمبال وو، په داسې حال کې د څمکنيو ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريدونه ترسره کړل، چې د قومي مشرانو غونډه په کې روانه وه.

د پکتيا د امنيتي چارواکو په وينا، په دې نښته کې، چې نږدې يو ساعت يې ادامه درلوده، درې پوليس او پنځه بريدګر ووژل شول او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون دوه تنه ټپي شوي وو.

د دغه بريد په اړه ځايي چارواکو او وسله والو طالبانو متضادې ادعاوې لرلې او د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي وو، چې بريد د لويې جرګې لپاره د استازو د غوراوي په غونډه شوی دى.

د ياد بريد له امله د ولسوالۍ د ودانۍ ډېره برخه ويجاړه شوې او ترڅنګ يې په نوي ښارګوټي کې، چې له دې پخوا به په کې ګڼه ګوڼه زياته وه، خلک نه لېدل کېږي.

نوى ښار ګوټى، چې د پاکستان له پاړاچنار سيمې سره څېرمه پروت دی، د پولې د دواړو غاړو خلکو لپاره د سوداګريز مرکز حيثيت لري.

دغه ښارګوټی، چې د ګردېز ښار ختيځ لور ته په شپېته کيلومترۍ کې موقعيت لري، د پکتيا له مرکزي ښار ګردېز وروسته دويم سوداګريز مرکز دی، چې د ولايت په کچه ارزښتمن بلل کېږي.

په دغه ښارګوټي کې په سلګونه لوی او واړه دوکانونه، مارکېټونه او هوټلونه له دې پېښې وروسته تړل شوي دي.

د څمکنيو د مندخېلو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي مامور، چې په نوي ښار کې دوکان لري، د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پېښې وروسته پوليسو په خلکو دوکانونه په دې خاطر وتړل، چې عامو خلکو ته په پېښه کې زيان وانه وړي.

دی وايي، چې خلک له دې پېښې وروسته نن هم ډاريږي او خپل دوکانونه يې تړلي دي او پوليس هم د خپلو پلټنو په خاطر خلک نه پرېږدي، چې خپل کاروبار ته په عادي ډول ادامه ورکړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه په دې سيمه کې په تېرو اتو نهو کلونو کې دا لومړی لوی بريد دی، چې خلک يې وېرولي ، کاروبار يې په ټپه درولی او تر نيمايي يات ښار د پېښې په درېيمه ورځ (د لړم ۲۱ مه) هم تړلى دى.

 د نوي ښار يو دوکاندار محمد هاشم وايي: ((دا به ډېر وخت ونيسي، چې ښارګوټی مو بېرته خپله لومړۍ بڼه غوره کړي او د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه په کې پيدا شي.))

 د څمکنيو ودانۍ په مرميو لګېدلې او تخريب شوې وه، شاوخوا يې د ماتو ښيښو ټوټې پرتې وې، پر دېوالونو د لګېدلو مرميو سوري ښکارېدل او تر پرون ورځې د ولسوال د کار له خونې د نيم ژواندي اور لوګي پورته کېدل.

ولسوال سيدمحمد ځاځی، چې د نښتې پر مهال له درېيو نورو ولسوالانو او ډېر شمېر قومي مشرانو سره په ودانۍ کې د شپې تر نيمايي بند پاتې وو، پژواک ته وويل، چې د شپې ۱۲ بجې بهرنيو او کورنيو عسکرو له ودانۍ وباسل.

نوموړي د وروستيو زيانونو په اړه وويل، چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي، اود څمکنيو امنيه قوماندان سمونوال حبيب نور او يو پوليس په کې برسېرن ټپي شوي دي.

ده د پنځو بريدګرو د وژل کېدو خبر هم تاييد کړ.

ولسوال په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې په بريد کې د ولسوالۍ ودانۍ تر ډېره زيانمنه شوې او دفتري اسناد او هرڅه له منځه تللي او سوځېدلي دي.

دی وايي، بريد هغه مهال وشو، کله چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې د سيمه ييزو ستونزو د هوارۍ په موخه يو شمېر قومي مشران سره راغونډ شوي وو او د حل لارې چارې يې ورته لټولې.

د څمکنيو ولسوالۍ پر ودانۍ د شوي بريد مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستی دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په بريد کې يې لسګونه افغان او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دی زياتوي، بريدګر پنځه واړه افغانان وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو سره يې تړاو درلود.

په دغه بريد کې نه يواځې دا چې د ولسوالۍ ودانۍ زيانمنه شوې، بلکې يو اقتصادي زيان يې هم رامنځته کړى دى؛ ځکه چې  ترڅنګ يې يو لوى سوداګريز ښارګوټى تړل شوى دى.

څمکني د پکتيا د ۱۳ ولسواليو په ډله کې يوه هغه ولسوالۍ ده، چې امنيتي وضعيت يې د نورو په پرتله ښه بلل کېږي او سربېره پر دې ښوونيز بهير، بيارغونه او د پرمختګ نورې چارې په کې پياوړې او د پياوړتيا په حال کې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.