Language

المان د بن کنفرانس ته بشپړ تيارى لري.

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٠) د افغانستان لپاره د دالمان ځانګړى استازى وايي چې هېواد يې د بن کنفرانس د کوربه توب لپاره بشپړ  تيارى لري.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مايکل سټاينر نن د (لړم ٢٢) په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو مرستيال جاوېد لودين سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د دغه کنفرانس چارې به په بشپړ ډول د افغان حکومت په واک کې وي او جرمني به يې يوازې کوربه توب کوي.

د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس له لارې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د بن دويم نړيوال کنفرانس د افغانستان تر مشرۍ لاندې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه جوړ شي چې د سيمه ييزو همکاريو، افغانانو ته د مسووليتونو د لېږد، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اوږدمهاله اړيکو او د سولې د پروسې په اړه به په کې خبرې وشي..

مايکل سټاينر وويل، چې دا کنفرانس يو تاريخي ارزښت لري، چې ٩١ هېوادونه او ٢٠ نړيوال سازمانونه به هم په کې ګډون وکړي.

نوموړي افغانستان د راتګ موخه د بن کنفرانس په اړه د افغان حکومت د تياريو څخه د خبرولو او د جرمني حکومت د بشپړې اماده ګۍ موضوع وبلله.

د هغه په وينا، چې ياد کنفرانس به د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانېستل کيږي او د جرمني لومړى وزيره انګيلا مرکل به يې ملتيا کوي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې کنفرانس کې به د هېوادونو  او سازمانونو پر استازو سربېره د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلېنټن او د ناټو عمومي قوماندان راسموسن هم ګډون وکړي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د سولې پروسه پر افغان حکومت پورې تړلې ده او ياد کنفرانس د هېوادونو ترمنځ دى او د دې موضوع په اړه به زيات تمرکز نه کيږي.

د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو مرستيال جاوېد لودين وويل، چې د بن دويم کنفرانس د لومړي کنفرانس تکرار نه دى، بلکې له هغې سره په بشپړ ډول توپير لري.

د هغه په خبره، چې په لومړي کنفرانس د افغانستان د نوي حکومت بنسټ کېښودل شو او په دې کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکې په اړه له نړيوالې ټولنې ژمنه اخېستل کيږي.

نوموړي زياته کړه: ((نړيواله ټولنه به ژمنه کوي، چې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته به افغانستان ته نه شا کوي او تر ٢٠٢٤ کال پورې به په هره ‌برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.))

لودين وويل، چې په دې کنفرانس کې به افغانان د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه کوي.

هغه وويل، چې نړيواله ټولنه به د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته د افغانستان د هېرولو تېروتنه نه تکراروي او په دې اړه به ليکلي ژمنې ترسره شي.