Language

د څلور وسلوالو طالبانو د وژلو خبر وركړل شو

لښکرګاه (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د هلمند په سنګين ولسوالۍ كي ځايي چارواكو د څلورو وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ.

د سنګين ولسوال محمد شريف خان د لړم په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه طالبان د امريكايي سمندري ځواكونو د ځانګړي عملياتو پر مهال د حاجي فتح محمد د سيمې په پېچ کلي كې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه طالبان يې په داسې حال كې وژلي، چې د عامه نظم د پوليسو جامې پر ځان وې.

د ولسوال په وينا، دا نه ده معلومه، چې طالبانو د عامه نظم جامې له كومه ترلاسه كړې وې، خو زياته يې كړه، چې طالبانو غوښتل د دغو جامو په وسيله پر دولتي او بهرنيو سرتېرو د بريد لپاره ځانونه چمتو كړي.

د ده په خبره، چې په دغو عملياتو كې ګډو ځواكونو او عام ولس ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي كه څه د دغو طالبانو د وژلو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي، چې تېره ورځ يې د سنګين ولسوالۍ په چرخكانو كې، په يوه ماين چاودنه كې بهرني سرتېري وژلي دي.

خو دولتي چارواكي د طالبان دا خبره نه مني.