Language

د کابل ښار ښوونځي به سبا او بله ورځ رخصت وي

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د پوهنې وزارت وايي، د دوديزې لويې جرګې په مناسبت د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې ورځې د کابل ښار ښوونځي رخصت دي.

 ټاکل شوې ده، چې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر ميکانېزم د خبرو په موخه دوديزه څلور ورځنۍ جرګه سبا (د لړم ٢٥مه) جوړه شي.

 د پوهنې وزارت وياند عبدالصبور غفراني نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل ښار ښوونځي ځکه سبا او بله ورځ رخصت دي، چې د يادې شوې جرګې له امله به د ځينو سيمو سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي وي.

تېره ورځ د کابل د ترافيکو مشر مل پاسوال نورالدين همدرد وويل، چې د دوديزې جرګې د امنيتي تدابيرو په موخه به د لويې جرګې د خېمې پر لور ورغلې لارې د ترافيکو پرمخ وتړل شي.

د غفراني  په وينا، که د شنبې په ورځ حکومت په کابل ښار کې رخصتي اعلان کړي، نو ښوونځي به هم رخصت وي.

 د وزيرانو شورا، سبا ورځ (چهارشنبه) په کابل ښار کې عمومي رخصت اعلان کړې او په کابل ښار کې د پنجشنبې ورځ له تېر شاوخوا يوه کال راهيسې عمومي رخصتي وي.