Language

محمود راقي (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د کاپيسا ولايت مرکز ته د برېښنا د مزي په غځېدلو سره دا ښار د برېښنا له نعمت څخه برخمن شو.

 د کاپيسا والي محراب الدين ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا برېښنا نن (د لړم ٢٤مه) د دې ولايت مرکز ته غځول شوې ده.

 د نوموړي په وينا، په لومړي سر کې به له دې برېښنا څخه په دولتي ادارو او د مرکز په کورونو کې ګټه واخيستل شي او په راتلونکي کال کې به ټول ولايت ته وغځول شي.

 ساپي زياته کړه، چې کاپيسا ته ورکړل شوې برېښنا د تاجکستان له هېواد څخه وارداتي برېښنا ده.

 عبدالرزاق صمدي د کاپيسا د برېښنا موسسې مشر پژواک ته وويل، چې دا برېښنا د يو مېګاواټ په ظرفيت غځول شوې ده او ولسواليو ته د لېږد په صورت کې يې ظرفيت لوړېږي.

 هغه په داسې حال کې، چې د برېښنا د ظرفيت د زياتوالي کچه يې ونه ښوده؛ خو زياته يې کړه، چې ولسواليو ته د برېښنا د غځولو لپاره به د فرانسې هېواد، نږدې پنځه ميليونه يورو د هغوى په واک کې ورکړي.

 د کاپيسا د ولايتي شورا غړي نجيب الله رحيمي، دې ولايت ته د برېښنا د لېږد په اړه  خوښي څرګنده کړه او پژواک ته يې وويل: ((کله چې د دې ولايت اوسېدونکو د کوکنارو له کر څخه لاسه واخيست، له دولت څخه يې برېښنا غوښتې وه، چې اوس دا کار ترسره شو.))

 د نوموړي په وينا، دا کار د دې لامل کېږي، چې بزګران نور کوکنار ونه کري او د دولت په ژمنو باوري شي.

 خلکو هم د برېښنا د لېږد په اړه خوښي وښوده.

 د محمودراقي ښار يوه مخور او د خلکو استازي حاجي ابراهيم پژواک ته وويل: ((اوس نو په خپلو کورونو کې برېښنا لرو.))

 هغه د دې کار ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دا ډول کارونه خلک يو اندازه هيله من کوي.