ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ګمرکي عوايدو ٥٩ سلنه زياتوالى موندلى دى

د بدخشان ګمرکي عوايدو ٥٩ سلنه زياتوالى موندلى دى

author avatar
20 Nov 2011 - 19:21
د بدخشان ګمرکي عوايدو ٥٩ سلنه زياتوالى موندلى دى
author avatar
20 Nov 2011 - 19:21

فيض اباد (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د بدخشان ولايت د ګمرک عوايد د ماليې وزارت د پلان په پرتله د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې ٥٩ سلنه زياتوالى موندلى دى.

د بدخشان د ګمرک مدير سکندر شغني وايي، چې د ماليې وزارت د پلان له مخې، په روان کال کې بايد د دغه ولايت عوايد ٢٦ ميليونو افغانيو ته رسېدلي واى؛ خو په تېرو اتو مياشتو کې د يادې شوې ادارې عوايد ٤٤ ميليونو افغانيو ته رسېدلي دي، چې ٥٩ سلنه زياتوالى ښيي.

د شغني د معلوماتو له مخې، د بدخشان ګمرک د تاجکستان په پوله د اشکاشم په ولسوالۍ او همدارنګه څانګې يې درواز، واخان او زيباک په ولسواليو کې شته چې له تاجکستان او پاکستان سره پولې لري.

نوموړي زياته کړه، چې د عوايدو زياته برخه له اسنادو پرته له موټرو څخه ترلاسه شوې، چې له تاجکستان او پاکستان څخه په قاچاقي توګه هېواد ته واردېږي، چې شمېره يې د روان کال له پيل څخه تراوسه ٣٥٥٥ عرادو ته رسېدلې ده.

شغني وويل، چې ګمرکي تاسيسات (اداري شعبې، مېز او څوکۍ، هنګر او د توکو د زېرمه کولو ګودام) د بدخشان په ولايت کې نه شته، يواځې په بندر او څانګو کې يوه يوه خونه لري.

د بدخشان د ګمرک مسوول وايي، چې د ګمرکي تاسيساتو نه شتوالى، د سړکونو ستونزه او د امنيتي ځواکونو لاسوهنه د دې لامل شوي، چې عوايد په سمه توګه راټول نه شي.

نوموړي زياته کړه، چې د پوځي کمېسيارۍ موظفين، پوليس او دولتي امنيت ځينې وختونه قاچاقي وسايط له ګمرکي محصول پرته له ګمرک څخه تېروي، چې دغه کار هم د عوايدو په کچه کې اغېزه لري.

شغني وايي، که چېرې يادې شوې ستونزې هوارې شي، د يادې شوې ادارې عوايد به لا نور هم زيات شي؛ خو د بدخشان د ملي امنيت، پوليسو او پوځي کمېسارۍ چارواکي د ګمرک د مسوول ادعا ردوي او وايي، چې هغوى له ګمرک سره همکارى دي او که چېرې د هغوى منسوبين کومه سرغړونه کړې وي، نو د ګمرک چارواکي دې په دې اړه شواهد او اسناد وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ماليې وزارت وياند عزيز شمس د ګمرکاتو په چارو کې د امنيتي ځواکونو لاسوهنه تاييدوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د امنيتي ځواکونو بې ځايه لاسوهنه د هېواد په زياترو ګمرکونو کې شته ده او موږ د دغې ستونزې د حل په خاطر له کورنيو چارو وزارت سره په اړيکه کې يو.))

شمس د بدخشان په ګمرک کې د تاسيساتو نه شتوالى تاييد کړ او زياته يې کړه، چې د دولت د امکاناتو او د ګمرکاتو د عوايدو د کچې له امله، بياجوړونه او پراختيا د ماليې وزارت له خوا پلان او ډلبندي شوې ده.

بدخشان د هېواد په شمال ختيځ کې موقعيت لري، چې له تاجکستان، پاکستان او چين سره ګډه پوله لري او که چېرې د ترانزيت ليکه په ياد شوي ولايت کې د چين تر پولې وغځول شي، نو افغانستان به د يوې بلې مهم وارداتي او صادراتي لارې خاوند شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.