Language

اته د ملي اردو سرتېري او پنځه پوليس ټپيان شول

کابل ( پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر هغو پوليسو ځانمرګى بريد شوى ، چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره سيمې ته تللي وو.

د هلمند ولايت مقام لخوا دليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې ماښام مهال يوتن ځانمرګي بريد كوونكي په ګرشك ولسوالۍ کې هغه مهال ځان ته چاودنه وركړه، كله چې ددې ولسوالى امنيتي مسوولين د كوكنارو د كر د مخنيوي له كمپاين څخه بېرته د ولسوالى پر لور روان وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ګرشك د پله په سيمه كې يوتن ځانمرګي بريد كوونكي، چې پلى روان و، د پوليسو موټرته نږدې ځان ته چاودنه وركړه اوپه پايله كې يې درى پوليس سرسري ټپيان شول .

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په همدې ورځ پر ګرشک ولسوالۍ د توغندويي بريد له امله دوه پوليس ټپيان او موټر يې هم زيانمن شوى دى.

د هلمند ولايت مقام وايي چې پرون په سنګين ولسوالۍ كې د ګډوځواكونو په عملياتوكې ۶۰ حلقې ماينونه اودرې ميله هاوانونه له منځه وړل شوي دي .

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي ،چې پرون د په پکتيا او کندهار ولايتونو کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو اته سرتېري ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ياد سرتېري روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics