مزارشريف (پژواك، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۰): د بلخ ولايت چارواكي وايي، نن به ۱۰۰۰ ټنه اوبلن ګاز كابل او ۵۰۰ ټنه شمالي ولايتونو ته له حيرتان بندر څخه ولېږدول شي، چې له امله به يې په ټول هېواد كې د ګاز د كمښت د ستونزې د حل تر څنګ په بيه كې هم خورا ټيټوالى راشي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د همدې ستونزې د حل په موخه تېره ورځ له كابله د يو پلاوي په ګډون د بلخ ولايت مسوولينو حيرتان ته سفر درلود.
د هغه په وينا، سربېره پر دې چې په ټوله كې په حيرتان بندر كې د مايع ګاز كمښت شته؛ خو بيا يې هم پرېکړه كړې، چې سوداګر بايد خپل شته ګاز له حيرتان بندر څخه د هېواد بازار ته وباسي.
د والي وياند وويل، چې نن به ۱۰۰۰ ټنه ګاز كابل او ۵۰۰ ټنه شمالي ولايتونو ته ولېږدول شوې، چې له دې سره به په هېواد كې د ګاز د كمښت ستونزه هم يو څه حل شي او بيې به يې هم راټيټې شي.
نوموړي زياته كړه، د ناڅاپي ژمي په لومړيو ورځو كې يو ټن ګاز څه باندې ۱۰۰۰امريكايي ډالر په عمده ډول پلورل كېدل، چې له دې وروسته په عمده توګه ګاز ۹۴۰ امريكايي ډالر پلورل كېږي.
د منير فرهاد په وينا، په هېواد كې د ناڅاپي ژمي له رارسېدو سوداګرو ناوړه ګټه پورته كړې وه او ګاز يې په حيرتان بندر كې ساتلى و، چې له امله يې په ماركېټ كې بيه لوړه شوې ده.
د مزارشريف اوسېدونكي هم د روان ژمي په لومړيو كې د ګاز د بيو له ناڅاپي لوړوالي څخه سر ټكوي.
د دغه ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونكي سيد اجمل پژواك ته وويل، چې له اختر مخكې په مزارشريف كې د يو كيلو ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وه، چې د اختر په شپو ورځو كې د نه پيدا كېدو د ستونزې سربېره يې بيه له ۱۰۰ افغانيو واوښته.
نوموړي زياته كړه، چې دمګړى هم په ښار كې ګاز په هماغه اندازه نه دى ټيټ شوى، لكه څنګه چې مخكې و.
د هغه په وينا، دم ګړى په ښار كې د يو كيلو ګاز بيه ۷۰ افغانۍ ده.
خو تېره ورځ حيرتان بندر ته د تللي پلاوي غړي او د بلخ د ولايتي شورا سرپرست حاجي غلام عباس اخلاقي پژواك ته وويل، چې تېره ورځ د مايع ګاز له سوداګرو سره له كتنې وروسته دې پايلې ته رسېدلي، چې ګاز په خورا كمه بيه بازار ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته كړه، چې له دوى سره سوداګرو ومنله، چې يو كيلو ګاز به د ۴۵ افغانيو په بدل کې په عمده توګه بازار ته وړاندې كوي.
د هغه په وينا، په حيرتان بندر كې دمګړۍ ۱۵۰۰ ټنه ګاز موجود دى، چې ټول به يې نن له دغه بندر څخه د هېواد بازارونو ته ولېږدول شي.
خو د حيرتان بندر د مايع ګاز سودګر وايي، چې د ګاز د بيو په لوړوالي کې دوى ګرم نه دي؛ ځکه هغو ځايونو کې، چې دوى ګاز ورڅخه پېرې، د ګاز بيه لوړه شوې ده.
د افغان ټرانس شركت مسوول ډاكتر نجيب الله پژواك ته وويل، چې هېواد ته له تركمنستان او قزاقستان څخه تېل واردېږي، چې له اختره څو ورځې وړاندې يې همالته بيې لوړې تللې وې.
نوموړي زياته كړه، چې پخوا به يو ټن ګاز په ۷۰۰ امريكايي ډالر و، چې د اختر په شپو ورځو كې په ناڅاپي توګه ۱۰۰۰ امريكايي ډالرو ته ورسېد، چې له امله يې په هېواد كې هم بيې لوړې شوې.
د هغه په وينا، په ټوله كې د حيرتان بندر له لارې د ټرانسپورټ او د ټرانسپورټي وسايلو د كمښت له امله هم وخت ناوخت د توكو په بيو كې لوړوالى راځي.
د بلخ چاوراكي وايي، چې سوداګرو ورسره وعده كړې، چې په هېواد كې به د ګاز د كمښت ستونزه هواروي.
د والي وياند وويل، چې غضنفر سوداګريز شركت وعده وكړه، چې په روانه اونۍ كې به ۲۰۰۰ ټنه نور ګاز هم د حيرتان بندر له لارې هېواد ته را وارد كړي.