ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچيانو له کرزي څخه تحصيل کړيو کوچيانو ته د دندې ورکولو غوښتنه وکړه

کوچيانو له کرزي څخه تحصيل کړيو کوچيانو ته د دندې ورکولو غوښتنه وکړه

author avatar
24 Nov 2011 - 18:45
کوچيانو له کرزي څخه تحصيل کړيو کوچيانو ته د دندې ورکولو غوښتنه وکړه
author avatar
24 Nov 2011 - 18:45

کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٠) : کوچيانو له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې په دولت کې تحصيل کړيو کوچيانو ته دندې ورکړي.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه نن د (ليندۍ ٣) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د کوچيانو استازو نن له غرمې مخکې له ولسمشر کرزي سره په ليدنه کې په دولتي ادارو کې د دندو د ورکولو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کوچيانو په استازيتوب الوک ککوزي وويل، چې کوچيانو ته دې د پوهنې، روغتيا او استوګنځايونو په اړه د دولت پاملرنه وکړي.

الوک زياته کړه، چې په دوديزه لويه جرګه کې ملي مشارکت په پوره ډول په نظر کې نېول شوى و او د کوچيانو سلو استازو په کې ګډون کړى هم و.

همداراز کوچي مشرانو د دوی ستونزو ته د ژر رسېدلو په موخه په ولايتي شورا ګانو کې د کوچيانو د غړيتوب او همدا راز د زونونو په کچه په ټاکنو کې د دوی لپاره د سهم د ورکولو وړانديز وکړ.

د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي د کوچيانو د استازو د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، چې حکومت دنده لري، تر څو د افغانستان په ادارو کې تحصيل کړيو کوچيانو ته د دندو د پيدا کولو په برخه کې اړين اقدامات تر سره کړي.

ولسمشر د دوديزې لويې جرګې په اړه وويل، چې په دې جرګه کې له ټول افغانستان څخه د خلکو استازيتوب په ښه توګه په پام کې نيول شوی و او يوه ريښتينې استازې جرګه وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.