کلات (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د زابل په مرکز کلات ښار کې د وسله والو په یو برید کې یو تن وژل شوی دی.
د کلات ښار د میرویس مېنې یوه اوسېدونکي عبدالحکیم د لیندۍ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وژل شوى د دوى کلیوال و او حضرت عمر نومېده.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کس نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د کلات ښار اړوند د سینک په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په يوه برید کې ووژل شو.
د ده په خبره، چې وژل شوی کس د شاه جوى ولسوالۍ د پخواني ولسوال عبدالقیوم ورور و او اوسمهال په کلات ښار کې اوسېده.
هغه وویل، نه پوهېږي، چې دغه کار به چا کړی وي، خو یوشمېر خلک ګومان کوي، چې نوموړی به د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی وي.
د کلات د مرکزي روغتون یوه ډاکتر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک اژانس ته وویل، چې د دغه وژل شوي کس مړى روغتون ته ور وړل شوى دى.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، حضرت عمر د ټټر په برخه کې په مرميو لګېدلى و او له طبي معایناتو وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار د یادې وژني په اړه بې خبري وښوده، خو زیاته یې کړه، چې نن غرمه پولیسو د شاه جوى ولسوالۍ په مرکز کې یو ماین خښوونکي له یو ریموټ کنټرول سره یوځای نیولی او اوس ترې پوښتنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP