لښکرګاه (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠ ):د هلمند ولايت مسوولين وايي ، چې د هغو ځانګړيوعملياتوپه ترڅ كې ، چې تېره شپه ترسره شول، دوه طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د دې ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا دليندۍ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات د ناد علي ولسوالۍ دلوى مانده په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې عملياتو کې دوه طالب قوماندانان وژل شوي او دهغوى يو عراده موټرسايكل هم له منځه وړل شوى اوپه سيمه كې ولسي وګړيوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
خبرپاڼه کاږي ، چې په دې عملياتوكې ګډو ځواكونوته هم كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ولايت مقام وايي چې وژل شوي قوماندانان، هريوه يې د لسو لسوتنومشري پر غاړه درلوده او ددې ولايت په نادعلي او ګرشك ولسواليوكې يې په افغان اوبهرنيوځواكونو په بريدونو، د ماين چاودنواو نورو تخريبي كړنوكې فعاله ونډه درلوده .
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، افغان او ايساف ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات د نرخ ولسوالۍ د تيتمور په سيمه کې ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې يو تن وسلوال مخالف وژل شوى او دوه يې ژوندي نيول شوي دي.