Language

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کانونو وزارت اعلان وکړ، چې د هندوستان کمپنيو کنسرسيوم د حاجيګک د کان د درېيو بلاکونو او د کاناډا هېواد يوه کمپنۍ د دغه کان د يوه بلاک ګټونکي وبلل شول.

 د حاجيګک د اوسپنې ستر کان په باميانو ولايت کې، چې د کابل په ١٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د کيفيت او کميت له پلوه په نړۍ کې د اوسپنې له سترو کانونو ګڼل کېږي.

 د کانونو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه په دغه کان کې کومې کيندنې نه دي شوې.

 د ١٩٦٠مو کلونو څېړنې ښيي، چې دغه کان د اټکل له مخې ١.٨ ميليارده ټنه اوسپنه لري او په ډبرو کې يې په منځني ډول ٦٤ سلنه اوسپنه ګډه ده.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کنسرسيوم (د يوه ځانګړي کار لپاره د څو شرکتونو ائتلاف) (SAIL/ AFISCO)، چې د کانونو په چارو کې د هندوستان څو نامتو کمپنۍ په کې ګډون لري، د B-C-D او د کاناډا يوه کمپنۍ (Kilo Gold Mines ) د A بلاک ګټونکې پېژندل شوې ده.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان له خوا د ياد شوي کان د داوطلبۍ له اعلان، د کانونو په چارو کې د ٢٢ سترو کمپنيو د لېوالتيا د پاڼو له رسېدو او همدارنګه د شپږو وړانديز شويو طرحو له ترلاسه کولو او ارزونې وروسته ګټونکې او ريزرفي کمپنۍ په ډاګه شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو وړانديز شويو طرحو د ارزونې پايلې د بين الوزارتي کمېټې د نظر د له ترلاسه کولو وروسته تېره ورځ د وزيرانو شورا ته وړاندې، تاييد او تصويب شوه.

 د هېواد د کانونو وزير وحيدالله شهراني په روښانه ډول د وړانديز شويو طرحو د لړۍ بشپړېدل او په دې ستر کان کې د پانګونې لپاره د ګټونکو کمپنيو په ډاګه کېدل د هېواد په اقتصاد کې يو مهم تاريخي فرصت وباله.

 سرچينې زياته کړه، چې دغه کار نه يواځې د کانونو په برخه کې د زياتې پانګونې د جلب لامل کېږي، بلکې په هېواد کې د منرالي سرچينې د پراختيا په برخه کې يو مهم ګام دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې هندي کنسرسيوم (SAIL/ AFISCO) ډېرې ښې تخنيکي، مالي او بشري منابع لري او د کانونو او فولادو د توليد په چارو کې، چې په تېرو ١٠٠ کلونو کې يې په هندوستان او نورو هېوادونو کې ترسره کړې، د کانونو په برخه کې ښه تجربه هم لري.

 سرچينې زياته کړې، چې د مزايدې په پروسه کې دې کنسرسيوم د فولادو د دستګاه د نصب وړانديز وکړ او همدارنګه په پيشنهادي طرحه کې په ټوليز ډول د افغانستان د دولت او خلکو ګټې تر ډېره په پام کې نيول شوې دي.

 په خبرپاڼه راغلي، چې دغه شرکت د کانونو اړوند چارو کې د چاپيريال او ټولنيزو برخو کې ځواب ورکوونکى دى.

 همدارنګه يادې شوې کاناډايي کمپنۍ (Kilo Gold Mines) هم په دې برخه کې د داوطلبۍ له لارې له ټاکل شويو معيارونو او پيشنهادي طرحې سره خپل توافق ثابت کړى دى.

 د کانونو وزارت ليکلي، چې د دغو دوو شرکتونو له خوا د اوسپنې د زېرمو پراختيا ميلياردونه ډالر پانګونې، د دولت د عوايدو تامين او زرګونه افغانانو ته د کار زمينې د برابرېدو لامل کېږي.

 همدارنګه سرچينه کاږي، چې دغو شرکتونو په دوامدار ډول د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، د برېښنا توليد، د زېربناوو پراختيا، د چاپيريال ساتنې او په هېواد کې د سيمو د پراختيا لپاره د لازمو پروګرامونو ژمنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پيشنهادي طرحو د داوطلبۍ او ارزونې ټوله پروسه د هېواد د کانونو له قانون او نړيوالو کړنلارو سره سم ترسره شوې ده، ياده پروسه د ګوستافسن (Gustavson Associates) د مؤسسې په همکارۍ پر مخ بيول شوې ده او د نړيوالو څارونکو د يوه ټيم (International Advisory Panel ) له خوا د روڼتيا د ټولو معيارونو د تامين لپاره تر څارنې لاندې وه او د نړيوال بانک له خوا تمويل شوې ده.

د يادونې ده، چې د لوګر د عينک مسو کان د استخراج تړون د ١٣٨٧ کال د غبرګولي په مياشت کې د افغان حکومت او د ( MCC) په نوم د يوه چينايي شرکت تر منځ، چې د پروژې پلي کوونکى دى، لاسليک شوى دى.

د کانونو د وزارت د معلوماتو له مخې، د هغو څېړنو له مخې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا د سروې او جيولوژۍ د ادارې له خوا ترسره شوې دي، ښيي، چې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره کې د درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت څلور سوه کانونه او کاني ظواهر پېژندل شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو کانونو کې د اوسپنې، مسو، ډبرو سکرو، سروزرو، نفتو، ګازو، فلزاتو لکه ليتيوم او قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مهال په افغانستان کې د ډبرو سکرو، مرمر ډبرو او د نورو ودانيزو توکو د کوچنيو کانونو استخراج ترسره کېږي.

Related Topics