ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهاوي او نېکپا د اولمپيک کمېټې له خوا وستايل شول

بهاوي او نېکپا د اولمپيک کمېټې له خوا وستايل شول

کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): د اولمپيک ملي کمېټه د تکواندو له دوو لوبغاړو (بهاوي او نېکپا) سره، چې د لندن د اولمپيک نړيوالو لوبو ته يې لار موندلې، په دې لوبو کې د ځلېدلو په موخه مرسته کوي او هغوى ته ځانګړى چمتووالى نيسي.

 نثاراحمد بهاوي او روح الله نېکپا د تکواندو د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي، تېره اونۍ د اولمپيک د ونډې په نامه لوبو کې، چې د تر څلوېښتو زياتو اسيايي هېوادو په ګډون په تايلند کې جوړې شوې وې، خپلو حريفانو ته په ماتې ورکولو سره په دې وتوانېدل، چې د ٢٠١٢ کال د لندن د اولمپيک ونډه ترلاسه کړي.

 د اولمپيک د ملي کمېټې رييس محمد ظاهر اغبر، چې د دې دوو لوبغاړو د بريا د نمانځلو په غونډه کې يې نن (د ليندۍ  ٩مه) خبرې کولې، وويل: “د افغانستان د خلکو د خير دعاګانې وې، چې دغو لوبغاړو له کمو امکاناتو سره لوى وياړ ترلاسه کړ.”

 هغه ژمنه وکړه چې د لندن د ٢٠١٢ اولمپيک ته د دې دوو لوبغاړو د لا زياتو چمتووالي لپاره به، هغوى درې مياشتې د هېواد دننه، درې مياشتې په يوه ګاونډي هېواد کې او درې مياشتې په سوېلي کوريا کې د اولمپيک د ملي کمېټې له بوديجې څخه منظم تمرينونه ترسره کړي.

 د اولمپيک د ملي کمېټې رييس وويل، چې له نن څخه پيل او په لندن کې د اولمپيک د لوبو تر پايه پورې به له نېکپا او بهاوي، ورسره تلونکې ډلې او د هغوى له کورنيو سره مالي مرسته هم وکړي.

 اغبر زياته کړه، چې همدارنګه دغه دوه لوبغاړي به د يوې اونۍ لپاره د دوى د خوښې هېواد ته د سياحت او د ستړيا د ليرې کولو لپاره هم لېږل کېږي.

 هغه له ملي سوداګرو، قومي مشرانو او په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل، چې د لوبو د پرمختګ لپاره لوبغاړي وهڅوي.

 نثاراحمد بهاوي چې د تايلند په لوبو کې يې د سرو زرو مډال ترلاسه کړى و، د خلکو له هرکلي او د اولمپيک د ملي کمېټې له ستاينې څخه مننه وکړه او ويې ويل: ((هغه پايله چې ما ترلاسه کړه، د خلکو د دعاګانو او زما خپله او زما د روزونکو د زحمتونو له برکته وه.))

 هغه زياته کړه چې هغوى د ٢٠١٢ د اولمپيک په لوبو کې، له ځان څخه له غښتلو حريفانو سره مخ کېږي او په کار ده، چې هېواد ته د وياړ د ترلاسه کولو لپاره زيات او ښه چمتووالى ولري.

 د افغانستان د تکواندو قهرمان بهاوي په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې، په چين کې د تکواندو په نړيوالو لوبو کې د قهرمان مرستيال لقب ترلاسه کړى و.

 روح الله نېکپا چې د تايلند په لوبو کې يې د ژېړو مډال ترلاسه کړ، وويل: “څرنګه چې په دې سياليو کې مې يوه لوبه بايللې وه، که مې وروستۍ لوبه بايللې واى، نه مې شواى کولاى د لندن اولمپيک ته لار پيدا کړم؛ خو دا چې ومې کولاى شول خپل تايلندي سيال ته ماتې ورکړم، داسې خوښي مې احساس کړه چې د بيانولو وړ نه ده.”

 نېکپا زياته کړه، د لندن د اولمپيک په لوبو کې مهمه داده، چې په دې لوبو کې د دوى سيالان هم تجربه لرونکي، ځواکمن او له ښو امکاناتو برخمن دي؛ له دې امله لازمه ده چې افغان لوبغاړي په دې لوبو کې د ګډون لپاره منظم تمرينونه او ځانګړى چمتووالى ولري.

 د يادونې وړ ده، چې نېکپا د ٢٠٠٨ اولمپيک په لوبو کې د چين په پلازمېنه بېجېنګ کې وکولاى شول د اولمپيک لومړى د ژېړو مډال خپل هېواد ته وګټي.

 ټاکل شوې ده چې د اولمپيک نړيوالې لوبې د ٢٠١٢ د جولاى په ٢٨مه، د بريتانيا په پلازمېنه لندن کې ترسره شي.

 افغانستان د لندن په سياليو کې د غېږ نيونې، تکواندو، اتلتيک، باسکټبال، بوکس او جېډو په څانګو کې چمتووالى لري او د لندن اولمپيک ته د لارې موندنې په سياليوکې به  ګډون وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.