کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): و لسمشر کرزي د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه باید د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې په ډېر قوت دوام ومومي او یو ملي او مخور شخص یې په رأس کې وټاکل شي.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په ماڼۍ کې د سولې د عالي شورا له غړو سره د دودیزې لویې جرګې د سپارښتنو په رڼا کې، د دې شورا د راتلونکو اقداماتو په اړه سلا مشورې وکړې.
خبرپاڼه زياتوي چې د دې کتنې پر مهال د سولې د پروسې د اغېزمنولو، د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د بدلونونو د رامنځ ته کولو، په ولایتونو کې د شورا د فعالیتونو د پراختیا، له مخالفینو سره د خبرو کولو لپاره د پاکستان د رښتينو همکاریو د اړتیا، د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې د رول، د مخالفینو لپاره د مشخص ادرس د رامنځ ته کولو، د سولې په پروسه کې د مخورو، مشرانو او دیني عالمانو د رول د زیاتولو او د خبرو لپاره د مخالفینو د راجلبولو په اړه خبرې اترې وشوې.
د سولې د بهیر د پیاوړي کولو لپاره سولې د عالي شورا غړو، نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له کرزي په کتنه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې وړاندې کړل.
خبرپاڼه د سولې د عالي شورا د غړو په حواله ليکي، چې که څه هم د استاد رباني مړينې د دې شورا کار ټکنې کړ؛ خو دا چې افغانان سوله غواړي او نړيواله ټولنه يې ملاتړ کوي؛ نو له دې امله غوره ده چې د سولې پروسه په ډېر قوت دوام ومومي او د سولې د خبرو د چټکوالي لپاره د مخالفینو لپاره د مشخص ادرس د پیدا کولو لپاره هڅې وشي.
خبرپاڼه ليکي، د سولې د عالي شورا غړو ټینګار وکړ، چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ دوام وکړي او بهرني هېوادونو یواځې د تسهیلاتو د رامنځ ته کولو لپاره همکاري وکړي.
سرچينه کاږي چې ولسمشر کرزي په تېرو څو کلونو کې د سولې د راوستلو په لاره کې د پروفیسور صبغت الله مجددي او د استاد برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې هڅو، د سولې لپاره د افغانستان د دولت له خوا یو ادرس رامنځ ته کړ.
خبرپاڼه ليکي چې کرزي وويل، هغه هڅې چې په تېر یو کال کې د سولې د عالي شورا له خوا تر سره شوې، دې شورا ته یې په داخل او خارج کې د اعتبار وړ حیثیت وربښلی دی.
په دې کتنه کې ولسمشر ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه باید د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې په ډېر قوت دوام ومومي او یو ملي او مخور شخص یې په رأس کې وټاکل شي.
د دې کتنې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د بُن له کنفرانس وروسته به د ولسمشر او د سولې د عالي شورا د غړو تر منځ بله ناسته جوړه شي او په هغه کې د سولې د عالي شورا د نوي مشر او نورو اقدامات په اړه پرېکړې وشي.
د يادونې وړ ده، چې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد پر مهال ووژل شو او تر اوسه د هغه ځاى ناستى نه دى ټاکل شوى.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن