جلال اباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ لومړۍ محکمې دوه تنه د عمدي قتل او کور سوځونې په تور، په جلاجلا توګه په علني توګه محاکمه کړل، چې لومړى کس په ١٦ کاله بند محکوم او دويم ته برائت ورکړل شو.
د سره رود ولسوالۍ د ابتدايه محکمې رييس فضل الله فاضل د ليندۍ په ١٤مه د دې محاکمې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، شريف الله د صديق الله زوى، چې د خپلې کوزدې په ورځ يې د خپل پلار د تره زوى په ډزو ټپي کړى او هماغه مهال پوليسو له تومانچې سره لاس په لاس نيولى و، په ١٦ کاله بند د خلکو او مدافع وکيل پر وړاندې محکوم شو.
هغه زياته کړه، چې نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړى او عدلي طب هم پر ډزو د لګېدلي ټپي دوسيه تاييد کړې، چې په وينا يې، د جزا د قانون د ٣٩٦مې مادې پر رعايت د همدغه قانون د درېيمې مادې له مخې په ١٦ کاله بند محکوم او د جزا د قانون د ١١٩مې مادې له مخې يې تومانچه ضبط کړاى شوه.
د ابتداييه محکمې رييس وويل، دويم تن حاجي غني د محمدعلي زوى، چې يو چا پرې د کور د سوځولو تور پورې کړى و، د جرم د ثبوت د دلايلو او ګواهانو د نه شتون له امله د اساسي قانون د ٢٥مې مادې او جزا د قانون د ٤ مې مادې له مخې ورته برائت ورکړل شو.
د محکمې رييس په دواړو لورو غږ وکړ، چې مرافعه محکمه په مخکې لري.
برائت ورکړل شوي ٥٥ کلن حاجي غني پژواک اژانس ته وويل، چې څو مياشتې وړاندې يې دوه کوچني لمسيان نادرکه شوي وو، چې پوليسو ته يې د عريضې کولو پر مهال هغو بېګناه د چا د کور سوځولو په تور دوه نيمې مياشتې بندي کړ.
خو په ١٦ کلن بند محکوم شوي شريف الله پژواک ته وويل، چې د محکمې په پرېکړه ناخوښى دى، مرافعه محکمې ته به مراجعه کوي.
د نوموړي مدافع وکيل څارنوال ثناء ګل تره خېل پژواک اژانس ته وويل، چې موکل يې رواني ناروغ دى او د پلار د تره زوى ترې د خوښۍ په مراسمو کې په خطايي ډزو لګېدلى دى.
د يادونې ده، چې د سره رود ابتداييه محکمې يوه مياشت وړاندې يوه تورن ته د اعدام سزا اورولې وه.