ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بن کنفرانس کې د طالبانو د شتون په اړه له پټې معاملې اندېښنه وښودل شوه

په بن کنفرانس کې د طالبانو د شتون په اړه له پټې معاملې اندېښنه وښودل شوه

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د رسنيو د څار مرکز (نى) د بن په دوهم نړيوال کنفرانس کې د طالبانو د شتون په اړه له پټې معاملې څخه اندېښنه څرګنده کړه.

 سره له دې چې وسله والو طالبانو د بن دوهم کنفرانس تحريم کړى او ويلي يې دي، چې په هغه کې به ګډون نه کوي؛ خو د رسنيو د څار مرکز مشر صديق الله توحيدي نن (د ليندۍ ١٤مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اروپايي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې طالبان د سولې لپاره قانع کړي.

 هغه زياته کړه چې سوله د هر هېواد او هر افغان غوښتنه ده؛ خو بايد د بيان د ازادۍ لس کلنې لاس ته راوړنې له وسله والو مخالفينو سره د پردې تر شا معاملو قرباني نه کړي.

 توحيدي زياته کړه: ((د اروپايي هېوادونو په پلازمېنو کې د طالبانو د حضور او له هغوى سره د پټو خبرو لپاره يو لړ هڅې روانې دي، چې دا اندېښنې يې رامنځ ته کړي چې دغه لاس ته راوړنې د پټو او ښکاره معاملو قرباني نه شي.))

 د رسنيو د څار مرکز مشر وويل: ((زموږ د اندېښنې ځاى دادى چې د بن په کنفرانس کې  د وسله والو مخالفينو شتون، چې په ښکاره په افغانستان کې د بيان د ازادۍ او ښارېتوب د حقونو مخالفين دي، ښايي په هېواد کې د رسنيو د کار لپاره ناوړه پايلې ولري.))

 دا په داسې حال کې ده، چې د بن دوهم نړيوال کنفرانس نن (د ليندۍ ١٤مه) د افغانستان په وخت تر غرمې وروسته د سلو هېوادو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون سره پيل شوى دى.

په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.

د رسنيو د څار سازمان مسوول زياته کړه: ((په  افغانستان کې ماتېدونکى وضعيت داسې دى، چې د بيان د ازادۍ مخالفين په اسانۍ سره کولاى شي ټولې رسنۍ وګوري او په  آسانۍ سره کولاى شي ټولې ازادې رسنۍ وتړي او که د ازادو رسنيو تر شا لازم ملاتړ نه وي، موږ خپل کارته دوام نه شو ورکولاى او له ګواښونو سره به مبارزه کوو.))

 هغه رسنيو ته په خطاب کې وويل: ((بايد په پام کې ولرئ چې دغه وضعيت به په همدې بڼه دوام ونه کړي او تر دې وروسته به ورو ورو د وسله والو مخالفينو يا هم د هغو کسانو چې د بيان له آزادۍ، د ښځې له حقونو، بشري حقونو او ښاري توب له اخلاقو سره مخالف دي، شتون ورو ورو په يوه بڼه د نظام منځ ته راکښل کېږي، يا به هم هڅه کېږي چې داسې يو کار وشي او موږ به له جدي ستونزو سره لاس اوګرېوان شو.))

 توحيدي له دغه ستونزو او ګواښونو سره مقابله د خبريالانو او رسنيو اتحاد او همغږۍ ته اړه وګڼله، زياته يې کړه، په هغې ناسته کې چې د روانې مياشتې په سر کې يې د بې پولو رپوټرانو، د ژورنالېستانو د ازاد انجمن او د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې له چارواکو سره درلوده، هغوى هم د بن په کنفرانس کې له طالبانو سره د پټې معاملې مخالف وو.

 د رسنيو د څار مرکز مشر وويل، چې د هغوى دا غوښتنه لا ترمخه د بن کنفرانس له ګډونوالو سره شريکه شوې، ترڅو د غونډې په وروستۍ پرېکړه ليک کې ترې کار واخلي.

د يادونې وړ ده، په هغه پرېکړه ليک کې چې څلور ورځې وړاندې په بن کې د رسنيو په سيمينار کې خپور شو، راغلي دي چې د بيان ازادي او د رسنيو په اړه د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنه بايد د هېڅ ډول سياسې لوبې ښکار نه شي.

په دغه سيمينار کې چې د وينرو( VENRO)  په نوم د جرمني د نادولتي موسساتو تر چتر لاندې او د جرمني د خبريالانو د شبکي په مرسته جوړ شوی و، د پنځو افغان خبريالانو په ګډون له لسو زياتو جرمني مېشتو خبريالانو په کې ګډون کړی وو او د بن له کنفرانس څخه يې غوښتنه وکړه، چې د افغاني رسنيو پرمختګ ته بشپړه پاملرنه وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.