Language

په تګاب کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه فرانسوي سرتېرو په غاړه واخيسته

محمودراقي (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د کاپيسا چارواکي وايي چې په تګاب کې د ٩ ملکي وګړو مرګ ژوبله پړه، په دغه ولايت کې مېشتو فرانسويو سرتېرو په غاړه واخيسته.

 د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په تګاب ولسوالۍ کې د نهو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه، په دغې ولسوالۍ کې مېشتو فرانسويو ځواکونو په غاړه واخيسته.

 نوموړي زياته کړه، چې د فرانسويو ځواکونو له خوا په سهوي توګه د تګاب په بدارب سيمه کې د شنبې پر ورځ (د ليندۍ ١٢مه) د يوه حاجي د ستړي مه شي پر مراسمو د لګېدلې مرمۍ له امله، د حاجي په ګډون  ٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 ولسوال زياته کړه: ((د يادې پېښې د پلټنې په موخه د کورنيو چارو له وزارت څخه يو هيئت هم راغلي و؛ خو فرانسويانو نن خپله دا اشتباه ومنله او بښنه يې وغوښته او ويې ويل، چې په راتلونکي کې به هېڅ داسې کار نه کوي.))

 د مولوی شاغا په نوم د تګاب يوه قومي مشر پژواک ته وويل: ((فرانسويانو خپله سهوه ومنله او په کلکه يې وويل، چې نور به داسې کار نه کوي؛ موږ هم ورته وويل چې تاسې او دولت بايد د خلکو ژوند ته ډېر پام وکړئ.))

 د يادونې وړ ده چې د ليندۍ په ١٢مه، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د مېشتو فرانسويو سرتېرو له خوا د توغول شوي توغندي له امله، شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان وو.