مزارشريف (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠): په مزارشريف ښار كې د ترافيكې پېښې له امله يو تن مړ او ۱۴ نور ټپيان شول.
د مزارشريف ښار د ترافيكو مدير سمونوال عبدالقادر د ليندۍ په ۱۷مه پژواك اژانس ته وويل، چې پېښه نن سهار مهال د غبار له امله هغه مهال رامنځته شوه، چې يوه بار وړونکي موټر له يوه فلاينکوچ سره ټکر وکړ.
د هغه په وينا، په پېښه كې د فلاينکوچ چلوونکى مړ او په کې سپاره ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلخ د روغتون رييس ډاكتر غوث الدين انوري پژواك اژانس ته وويل، چې د پېښې له ځايه دوى ته يو مړى او ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې ټپيان ټول نارينه دي او روغتيايي حالت يې هم د ډاډ وړ دى.
د پېښې يوه عيني شاهد مولوي صفت الله وويل، چې دغه پېښه د كابل-مزار پر لويه لار د كابل له بندر سره شوې ده.
د هغه په وينا، له يوه لارۍ موټر سره، چې د سړک غاړې ته ولاړ و، د شا له خوا يو فلاينکوچ موټر جنګېدلى دى.
د ترافيكو مدير وويل، چې د هوا د خرابوالۍ پر مهال دې چلوونکي له ډېر احتياط څخه کار اخلي.
نوموړي وويل، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.