ژبه

افغانستان د سارک د فوټبال سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه

سید هادی کاظمی

۱۸ لیندی ۱۳۹۰ - ۰۰:۰۰

Views: ۷۲

کابل (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له نيپال څخه د لوبې په ګټلو سره د سوېلي اسيا د سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه.

دا لوبې شپږ ورځې وړاندې د سارک سازمان د اتو غړو هېوادونو، هندوستان، افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بوتان، نيپال، مالديو او بنګله دېش په ګډون د نوي ډهلي په ښار کې پيل شوې.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي همايون کارګر له پژواک خبري اژانس سره د يوې ټيلېفوني اړيکي په ترڅ کې وويل، چې د افغانستان لوبغاړي په دغو سياليو کې ډېر ښه وځلېدل.

د هغه په وينا، چې د لوبې پر مهال افغان لوبغاړو له خپلو ځايونو ښه استفاده ونه کړه او لوبه يې تر ډېره وخته وغځېده.

کارګر زياته کړه، چې د دې لوبې په ١٠١مه دقيقه کې بلال ارزو د لوبې ګول وواهه او د لومړي ځل لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د يوه نړيوال ټورنمنټ پايلوبې ته لار پيدا کړه.

سرچينې زياته کړه، چې خپله ټوله هڅه به په کار واچوي، څو په پايلوبه کې هم ښه لوبه وکړي او د لوبو اتلولي ترلاسه کړي.

يوه افغان کتوونکي سمير، چې د ډهلي ښار د لعل نهرو په استډيوم کې نندارې ته ناست و، پژواک ته وويل: ((دغه لومړى ځل دى، چې افغانستان په يوه ټورنمنټ کې په اضافه وختونو کې بريالى کېږي.))

هغه هيله څرګنده کړه، څو د دې لوبو بهير دوام ومومي او افغانستان د اتلولۍ مقام ترلاسه کړي.

د يادونې ده، چې د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو پايلوبه به سبا (يکشنبې) د هندوستان د ملي لوبډلې پر وړاندې په لاره واچول شي.

افغانستان د دغه ټورنمنټ په خپله لومړۍ سيالۍ کې له هندوستان سره يو پر يو، په مساوي توګه لوبه ترسره کړې وه.