کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ټېسټلوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼې یا اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې وکړې.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یوازېنې ټېسټلوبه د اکټوبر په نهمه د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شوې ده.
په دې لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼې (اننګز) کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې.
همدارنګه په لومړۍ پاڼې کې محمد سلیم ساپي څلور، یمین خان احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد د بنګلهدېش یو لوبغاړي وسوځول.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش له لوري د ۳۴۶ منډو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړ او په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې او ۱۰۶ منډې د بنګلهدېش څخه شاتې پاتې شوه.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې لوبډلمشر رحمتشاه ۱۰۵ ناسوځېدلی منډې وکړې، عبدالمالک ۶۲، اکرام عليخېل ۳۲ او شاهد الله ۲۰ منډې وکړې.
دغهراز، په یاده لوبه کې د بنګلهدېش تېز توپ اچوونکي حسن محمود سرپرسر درې افغان لوبغاړي سوځول «هټریک» یې وکړ او د بنګلهدېش په کرکټ کې لومړنی تېز توپ اچوونکی شو چې دا کارنامه کوي.